یوناما
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپورونه

د سند ډوللنډیزنیټهژبنیزې بڼې
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتدغه راپور د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۶۸/۱۱ پریکړه‌ لیک او د امنیت شورا د۲۷۲۷ (۲۰۲۴)پریکړه ‌لیک له مخې وړاندې کېږي، چې پکې له سرمنشي څخه غوښتنه شوې وه څو د افغانستان د وضعیت او همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د پلي کیدو په اړه په هرو درې میاشتو کې راپور وړاندې کړي.۸ جون ۲۰۲۶انګلیسي، دري,پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتدغه راپور د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۶۸/۱۱ پریکړه‌ لیک او د امنیت شورا د۲۷۲۷ (۲۰۲۴)پریکړه ‌لیک له مخې وړاندې کېږي، چې پکې له سرمنشي څخه غوښتنه شوې وه څو د افغانستان د وضعیت او همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د پلي کیدو په اړه په هرو درې میاشتو کې راپور وړاندې کړي.۹ مارچ ۲۰۲۶

انګلیسي,

دري,

پښتو

د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتدغه راپور د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۶۸/۱۱ پریکړه‌ لیک او د امنیت شورا د۲۷۲۷ (۲۰۲۴)پریکړه ‌لیک له مخې وړاندې کېږي، چې پکې له سرمنشي څخه غوښتنه شوې وه څو د افغانستان د وضعیت او همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د پلي کیدو په اړه په هرو درې میاشتو کې راپور وړاندې کړي.۱۰ دسمبر ۲۰۲۵انګلیسي,
دري,
پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتدغه راپور د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۶۸/۱۱ پریکړه‌ لیک او د امنیت شورا د ۲۷۲۷ (۲۰۲۴)پریکړه ‌لیک له مخې وړاندې کېږي، چې پکې له سرمنشي څخه غوښتنه شوې وه څو د افغانستان د وضعیت او همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د پلي کیدو په اړه په هرو درې میاشتو کې راپور وړاندې کړي.۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتدغه راپور د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۶۸/۱۱ پریکړه‌ لیک او د امنیت شورا د۲۷۲۷ (۲۰۲۴)پریکړه ‌لیک له مخې وړاندې کېږي، چې پکې له سرمنشي څخه غوښتنه شوې وه څو د افغانستان د وضعیت او همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د پلي کیدو په اړه په هرو درې میاشتو کې راپور وړاندې کړي.۱۹ جون ۲۰۲۵انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتدغه راپور د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۶۸/۱۱ پریکړه‌ لیک او د امنیت شورا د۲۷۲۷ (۲۰۲۴)پریکړه ‌لیک له مخې وړاندې کېږي، چې پکې له سرمنشي څخه غوښتنه شوې وه څو د افغانستان د وضعیت او همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د پلي کیدو په اړه په هرو درې میاشتو کې راپور وړاندې کړي.۶ مارچ ۲۰۲۵انګلیسي
دري
پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتدغه راپور د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۶۸/۱۱ پریکړه‌ لیک او د امنیت شورا د۲۷۲۷ (۲۰۲۴)پریکړه ‌لیک له مخې وړاندې کېږي، چې پکې له سرمنشي څخه غوښتنه شوې وه څو د افغانستان د وضعیت او همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د پلي کیدو په اړه په هرو درې میاشتو کې راپور وړاندې کړي.۱۲ دسمبر ۲۰۲۴انګلیسي
دري
پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتدغه راپور د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۶۸/۱۱ پریکړه‌ لیک او د امنیت شورا د۲۷۲۷ (۲۰۲۴)پریکړه ‌لیک له مخې وړاندې کېږي، چې پکې له سرمنشي څخه غوښتنه شوې وه څو د افغانستان د وضعیت او همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د پلي کیدو په اړه په هرو درې میاشتو کې راپور وړاندې کړي.۱۸ سپتمبر ۲۰۲۴انګلیسي
دري
پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتدغه راپور د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۶۸/۱۱ پریکړه‌ لیک او د امنیت شورا د۲۷۲۷ (۲۰۲۴)پریکړه ‌لیک له مخې وړاندې کېږي، چې پکې له سرمنشي څخه غوښتنه شوې وه څو د افغانستان د وضعیت او همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د پلي کیدو په اړه په هرو درې میاشتو کې راپور وړاندې کړي.۲۱ جون ۲۰۲۴انګلیسي
دري
پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتدغه راپور د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۶۸/۱۱ پریکړه‌ لیک او د امنیت شورا د ۲۶۷۸(۲۰۲۳)پریکړه ‌لیک له مخې وړاندې کېږي، چې پکې له سرمنشي څخه غوښتنه شوې وه څو د افغانستان د وضعیت او همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د پلي کیدو په اړه په هرو درې میاشتو کې راپور وړاندې کړي.۶ مارچ ۲۰۲۴انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتدغه راپور د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۶۸/۱۱ پریکړه‌ لیک او د امنیت شورا د ۲۶۷۸(۲۰۲۳)پریکړه ‌لیک له مخې وړاندې کېږي، چې پکې له سرمنشي څخه غوښتنه شوې وه څو د افغانستان د وضعیت او همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د پلي کیدو په اړه په هرو درې میاشتو کې راپور وړاندې کړي.۱۴ دسمبر ۲۰۲۳انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه ‌لیک له مخې د خپلواکې ارزونې راپورد ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۱۶ مه نیټه، د امنیت شورا په اکثریت اتفاق سره ۲۶۷۹ (۲۰۲۳) شمیرې پریکړه ‌لیک تصویب کړ، چې له مخې یې له سرمنشي څخه وغوښتل شول تر ۲۰۲۳ کال د نومبر تر ۱۷ مه نیټې پورې شورا ته د افغانستان په اړه یو خپلواک ارزونه وړاندې کړي.۹ نومبر ۲۰۲۳انګلیسي
دري
پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد تیر راپور مودې په پرتله په افغانستانن کې د وسلوالو شخړو په کچه کې د پام وړ کمښت او یو څه اقتصادې پرمختګ لیدل کیږي. خو د افغانانو بنسټیز حقونه او ازادۍ، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره، لا هم بې له کوم ځنډ څخه محدودې پاتې دي.۱۸ سپتمبر ۲۰۲۳انګلیسي
دري
پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد راپور ورکولو د مودې په ترڅ کې د واکمنو چارواکو د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د یوناما مشرتابه ته د دې سازمان د افغان ښځینه کارکوونکو پر کار کولو سخت بندیزونو په اړه د خبر ورکولو له امله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو فعالیتونه اغیزمن شول.۶ جولای ۲۰۲۳انګلیسي
دري پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتطالبانو واکمن چارواکي د اضافي محدودوونکو اقداماتو د پلي کولو له لارې پر خلکو خپل کنټرول لا هم ټینګوي۲۷ فبروري ۲۰۲۳انګلیسي، دري، پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیت

ملګرو ملتونو په افغانستان کې خپل حضور ساتلی دی، د بشري ناورینونو پر وړاندې یې خپلې مرستندویه هڅې پراخې کړې دي، د اقتصادي بیا رغونې لپاره کار کوي، د اساسي بشري حقونو او آزادیو درناوي ته وده ورکوي، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته، او همدارنګه د ټولنو او د واکمنو چارواکو ترمنځ د خبرو اترو اسانتیا برابروي.

۷ دسمبر ۲۰۲۲انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتپه افغانستان کې د ملګرو ملتونو شتون د افغان ولس د ملاتړ لپاره خپلې ژمنې ته دوام ورکړی دی. افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی (یوناما) له واکمنو چارواکو سره په تعامل کې دی ترڅو د افغانانو اساسي اړتیاوې پوره شي او د هغوی حقونه ترویج او خوندي شي.۱۴ سپتمبر ۲۰۲۲انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد طالبانو له واکمنیدو لس میاشتې وروسته، افغانستان د خپل سیاسي، امنیتي او ټولنیز-اقتصادي راتلونکي په اړه له مخ پر زیاتیدونکي بې باورۍ او ناڅرګندتیا سره مخ دی.۱۵ جون ۲۰۲۲انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد افغانستان د خلکو په وړاندې د ملګرو ملتونو مسؤلیت، په ځانګړي ډول د بشري مرستو اړخ، د جګړو د لسیزو په اوږدو کې پر خپل ځای پاتې شوی دی. دا مسؤلیت نن هم د پخوا په شان مهم او بیړنی دی.۲۸ حنوري ۲۰۲۲انګلیسي, دري پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتله طالبانو او ټولو نورو ښکیلو خواوو غوښتنه کېږي چې د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره تر ټولو لوړه کچه زغم او احتیاط خپل کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې بشري اړتیاوو ته رسیدنه ممکنه وي.۲ سپتمبر ۲۰۲۱انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتافغانستان د څو لسیزې اوږدې جګړې په بهیر کې یوې نوې او نامعلومې مرحلې ته داخلېږي. د سولې په خبرو اترو کې، چې د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په میاشت کې په دوحه کې پیل شوې وې، پرمختګ ورو شوی او د هیواد په بیلابیلو سیمو کې جګړه دوام لري.۱۵ جون ۲۰۲۱

انګلیسي, دري

پښتو

د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد افغانستان اسلامي جمهوري او طالبانو څخه غوښتنه کېږي چې د افغانستان د سولې د مذاکراتو لپاره د یوې بنسټیزې او هر اړخیزې اجنډا د رامنځته کولو په موخه دې خپلو خبرو اترو ته دوام ورکړي.۱۲ مارچ ۲۰۲۱انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتکه د سولې مذاکرات غواړي خلکو ته د هیلې پیغام ورکړي، نو اړینه ده چې دواړه لوري د ټولو افغانانو د بشري حقونو د خوندي کولو ژمنه وکړي او هغو نړیوالو تړونونو ته درناوی وکړي چې افغانستان یې غړی او لاسلیک کوونکی هیواد دی.۹ دسمبر ۲۰۲۰انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتسره له دې چې په دواړو اخترونو کې د اوربندونو پر مهال د لنډ وخت لپاره یو څه ارامي رامنځته شوه، خو په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لا هم ډیره لوړه ده او د ټولو افغانانو لپاره یې ویجاړوونکې پایلې لرلې دي. زه له ټولو ښکیلو خواوو څخه غوښتنه کوم چې سمدستي او له هر ډول مخکیني شرط پرته تاوتریخوالی راکم کړي.۱۸ اګست ۲۰۲۰انګلیسي, دري, پشتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد تلپاتې سولې د هوکړې لپاره تر ټولو غوره فرصت په پراخې اجماع پورې تړلی دی، داسې چې د افغانستان سیاسي او ټولنیز تنوع د سولې په بهیر کې استازیتوب ولري، ترڅو د راتلونکې هوکړې د پراخ منلو لپاره بنسټ برابر شي.۱۷ جون ۲۰۲۰انګلیسي, دري, پشتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتله یوې اوږدې او جنجالي ټاکنیزې پروسې وروسته، د واک دیموکراتیک لیږد د هیواد د ګټو د پرمخ وړلو لپاره یو فرصت برابر کړی دی.۱۷ مارچ ۲۰۲۰انګلیسي, دري, پشتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد سپتمبر په ۲۸مه، په ټول افغانستان کې افغان نارینه او ښځینه د امنیتي اندیښنو سربیره د رایې ورکولو مرکزونو ته ولاړل. زه د ټولو هغو افغانانو ستاینه کوم چې د رایې ورکولو خپل حق یې وکاراوه.۱۰ دسمبر ۲۰۱۹انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد ټاکنو لپاره چمتووالي، په ځانګړې توګه د رای ورکوونکو د تکمیلي نوم ‌لیکنې بهیر بشپړیدل، باید لا ډیرو افغانانو ته دا زمینه برابره کړي چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خپله رایه وکاروي، چې ډیری به یې د لومړي ځل لپاره رایه ورکوي.۳ سپتمبر ۲۰۱۹انګلیسي, دري, پشتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد افغانستان په اړه د ۲۰۱۸ کال د جنیوا د وزیرانو په کنفرانس کې یو پیاوړی پیغام دا و چې سوله، د دولت جوړونه او د اصلاحاتو پر بنسټ پراختیا یو بل پیاوړي کوي او نه جلا کیدونکي عناصر دي.

 

۱۴ جون ۲۰۱۹

انګلیسي, دري, پشتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتاوسنی پړاو ښايي تر اوسه پورې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوږ‍دې او ویجاړوونکې شخړې د حل لپاره د مذاکرو پر بنسټ تر ټولو مهم فرصت وي.۲۸ فبروري ۲۰۱۹انګلیسي, دري, پشتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد افغانستان د ټاکنو د مدیریت بنسټونو پر وړاندې د ګڼو امنیتي، لوژستیکي او سیاسي ننګونو په پام کې نیولو سره، زه له دې هرکلی کوم چې د سختو شرایطو سره سره پارلماني ټاکنې پر خپل وخت ترسره شوې.۷ دسمبر ۲۰۱۸انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتافغانستان د خپلې د بدلون لسیزې (۲۰۱۵-۲۰۲۴) نږدې پنځم کال ته رسیدلی، هغه لسیزه چې په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوالو ځواکونو د کمیدو له پیل سره پيل شوه. هیواد د دې لسیزې منځنۍ مرحلې ته نږدې کېږدو سره، لا هم له مهمو او پیچلو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ننګونو سره مخ دی.۱۰ سپتمبر ۲۰۱۸انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد کابل او تاشکند په کنفرانسونو کې د وړاندې شوي وړاندیز لپاره د نړیوالې ټولنې پراخ ملاتړ د سولې خبرو اترو ته لا زیات خوځښت او هڅونه برابروي.۶ جون ۲۰۱۸انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتحکومت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د قانون په پلي کولو، او همدارنګه د ښځو، سولې او امنیت په اړه د امنیت شورا د ۱۳۲۵ (۲۰۰۰) پریکړه لیک د ملاتړ او عملي کولو په برخه کې د ستاینې وړ هڅې کړې دي.۲۷ فبروري ۲۰۱۸انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتله ټولو خواوو څخه غوښتنه کوي چې د سولې لپاره په ډیپلوماټیکو هڅو کې په رغنده توګه ګډون وکړي، ترڅو د ټولو افغانانو ګټې او هوساینه وده ومومي. په افغانستان کې د شخړې لپاره هیڅ پوځي حل لاره نشته.۱۵ دسمبر ۲۰۱۷انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد یوناما د ستراتیژیکې ارزونې په اړه زما د ځانګړي راپور د سپارښتنو د پلي کولو چارې روانې دي، او ماموریت هڅه کوي چې خپل اوسنی شتون او چارې له سره تنظیم کړي.۱۵ سپتمبر ۲۰۱۷انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتسپارښتنه کوي چې د ستراتیژیکې ارزونې موندنې، لکه څنګه چې په دې راپور کې راغلي دي، د یوناما په راتلونکي ماموریت کې شاملې شي.۱۰ اګست ۲۰۱۷انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتراپور څرګندوي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مستقیمو خبرو اترو پر لور کوم څرګند پرمختګ نه دی شوی. د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر لپاره یو مناسب او ملاتړی سیمه ‌ییز چاپیریال خورا اړین دی.۱۵ جون ۲۰۱۷انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتله امنیت شورا څخه غوښتنه وشوه چې د یوناما ماموریت وغځوي، او یادونه وشوه چې په افغانستان کې د سیاسي بهیرونو د ملاتړ او د امنیتي وضعیت د څارنې دوامداره اهمیت لا هم پر خپل ځای پاتې دی.۳ مارچ ۲۰۱۷انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد ناټو سرمشریزې او د بروکسل کنفرانس ګډو ژمنو اړینو اصلاحاتو لپاره سرچینې او امکانات برابر کړي دي، چې پکې د بیوزلۍ کمول، ښې حکومتولۍ، د قانون حاکمیت، ټاکنې او د بشر حقونه شامل دي.۱۳ دسمبر ۲۰۱۶انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتپه وروستیو میاشتو کې، حکومت د امنیتي او اقتصادي ننګونو پر حل تمرکز کړی، چې د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره اقدامات او همدارنګه د افغانستان په اړه د بروکسل د مهم راتلونکي کنفرانس لپاره چمتووالی هم پکې شامل دي. خو په وروستیو اونیو کې سیاسي اختلافونو د حکومت یووالی تر فشار لاندې راوستی دی.۷ سپتمبر ۲۰۱۶انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد وارسا سرمشریزه او د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس کولی شي د هیواد او سیمې د راتلونکي بهیر لپاره یو مهم بدلون رامنځته کړي او د نښلونې او د پولو هاخوا همکارۍ د پیاوړتیا لپاره مهمو هڅو ته وده ورکړي.۱۰ جون ۲۰۱۶انګلیسي, دري، پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتافغانستان د بدلون د لسیزې لومړی کال بشپړ کړی دی. د مهمو او پیچلو ننګونو په دې دوره کې، حکومت د اصلاحاتو اجنډا وړاندې کړه، د سیمه ‌ییز اقتصادي ادغام د پیاوړتیا لپاره یې هڅې وکړې او د سولې د بهیر د فعالولو په لټه کې شو، په داسې حال کې چې له مخ پر زیاتیدونکي وسلوال مخالفت سره هم مخامخ و.۷ مارچ ۲۰۱۶انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد سولې د بهیر د پیل لپاره هڅې له خنډ سره مخ شوې دي. که څه هم طالبانو په خپلو عامه څرګندونو کې د سیاسي حل لارې پر اهمیت اعتراف کړی، خو دغه غورځنګ تر اوسه له افغانستان حکومت سره د مستقیمو خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره خپله ژمنتیا نه ده ښودلې.۱۰ دسمبر ۲۰۱۵انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد ملا عمر د مړینې اعلان د پخلاینې پر بهیر څرګندې اغیزې لري، ځکه چې له دې اعلان وروسته د طالبانو د یووالي په اړه راپورته شویو پوښتنو د سولې بهیر ته د هغوی د ژمنتیا په اړه شکونه هم زیات کړي دي.۱ سپتمبر ۲۰۱۵انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد ملي یووالي حکومت جوړیدل نږدې بشپړ شوي دي. له یوې اوږدې او ستونزمنې پروسې وروسته، د ټولو وزیرانو ټاکل او د اجرائیه رئیس د دفتر او د وزیرانو شورا د دارالانشاء رسمي کول مهمې لاسته راوړنې ګڼل کېږي.۱۰ جون ۲۰۱۵انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد ۲۰۱۴ کال په پای کې، د کابل د انتقال بهیر چې سیاسي، امنیتي او ټولنیز-اقتصادي اړخونه یې رانغاړل، بشپړ شو، لکه څنګه چې د افغانستان په اړه په کابل (۲۰۱۰)، بن، جرمني (۲۰۱۱)، او توکیو (۲۰۱۲) کې د مهمو نړیوالو کنفرانسونو له خوا ټاکل شوی و. افغانستان اوس د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د بدلون لسیزې ته داخل شوی او د خپلو ملي چارو بشپړ مشري او مالکیت یې پر غاړه اخیستی دی.۲۷ فبروري ۲۰۱۵انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد افغانستان په تاریخ کې د مشرتابه لومړنی دیموکراتیک انتقال د هیواد د سیاسي انتقال یو بل مهم پړاو ګڼل کېږي. د ټاکنو کړکیچ اوږد او له ننګونو ډک و، خو په پای کې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره حل او پای ته ورسید.۹ دسمبر ۲۰۱۴انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد ټاکنیزې پروسې له لارې د واک انتقال، او د نوماندانو له خوا د پایلو منل، یوازینۍ وسیله ده چې نوي مشر او حکومت ته هغه صلاحیت ورکړي چې د ګڼو ننګونو د حل او مقابلې لپاره ورته اړتیا ده.۹ سپتمبر ۲۰۱۴انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتاوسنی راپور په افغانستان کې د تاریخي ټاکنو په مهال خپریږي. تر دې دمه، د نوماندانو او رایه ورکوونکو له خوا ښودل شوې سیاسي ښکیلتیا، د ټاکنیزو او امنیتي بنسټونو له هڅو سره یوځای، د پام وړ وه او د افغانستان د راتلونکي په اړه یې ملي او نړیوال باور لا پیاوړی کړی دی.۱۸ جون ۲۰۱۴انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتافغانستان له یوې پیچلې شخړې سره مخ دی، چې په کې د وسلوالو ډلو او سازمان موندلو جرمې شبکو یو تړلی جوړښت په ورته وخت کې او کله ناکله د یو بل سره سیالي کوونکې سیمه ییزې، ملي او فراملي موخې تعقیبوي. له ټاکنو مخکې د سولې د یوې پروسې پیل، یا حتی مستقیمې خبرې اترې، ناشونې برېښي.۷ مارچ ۲۰۱۴انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد افغان ولس د هوساینې لپاره د ملګرو ملتونو اوږدمهاله ژمنتیا تر ټولو هغه وخت ښه عملي کیدای شي چې یو خوندي، ټولشموله او پایدار دولت موجود وي. زه په دې پوهیږم چې د امنیت شورا ښايي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د رول په اړه په لا ډیر تفصیل سره بحث وکړي، کله چې د سیاسي او امنیتي لیږدونو د اغیزو په اړه لا زیاته روښانتیا رامنځته شي.۶ دسمبر ۲۰۱۳انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتزما د مرستیال سفر دا څرګنده کړه چې ملګري ملتونه ژمن دي څو په اوږدمهاله توګه له افغان چارواکو او افغان ولس سره مرسته وکړي، ترڅو هغوی د سولې، عدالت او پرمختګ لپاره خپلو هیلو او ارمانونو ته ورسیږي.۶ سپتمبر ۲۰۱۳انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتیوناما د خپلو عامه پوهاوي او ظرفیت لوړونې هڅې زیاتې کړې دي، ترڅو د افغانستان د راتلونکي لپاره د مخ پر زیاتیدونکي متحد او همغږي افغان لید په رامنځته کولو کې مرسته وکړي او ملي ډیالوګ ته وده ورکړي. د همدې موخې لپاره، د سیمې ییزې همکارۍ په برخه کې د ماموریت فعالیتونه او په ټول هیواد کې یې شتون، چې د ساحوي دفترونو د یوې ځانګړې شبکې له لارې هم عملي کېږي، بنسټیز اهمیت لري.۱۳ جون ۲۰۱۳انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد راپور تر پوښښ لاندې موده د ۲۰۱۴ کال تر رارسیدو پورې د هممهالو امنیتي، سیاسي او اقتصادي انتقال لپاره د بنسټ ایښودلو له پلوه مهمه وه. دا هڅې به د راتلونکې ثبات د ټینګښت لپاره مرسته وکړي، چې په کې ټاکل شوی افغان مشرتابه او پیاوړي بنسټونه، چې خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا ولري، اساسي عناصر ګڼل کېږي.۵ مارچ ۲۰۱۳انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره د یو جامع مهالویش خپرول یو مثبت ګام دی. د توکیو د متقابل حساب ورکونې چوکاټ شاخصونه اوس د یوه پیاوړي ټاکنیز جوړښت غوښتنه کوي، چې په شفاف ډول رامنځته او پراختیا ومومي.۶ دسمبر ۲۰۱۲انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد استانبول بهیر د سیمه‌ییز ملاتړ همغږي بیرته راژوندۍ او پیاوړې کړې ده، او له افغانستان سره یې سیمه‌ییزې مرستې د خیریه کړنو پر ځای د متقابلو ګډو ګټو پر بنسټ له سره تعریف کړې دي.۱۳ سپتمبر ۲۰۱۲انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد ۲۰۱۲ کال د ناټو سرمشریزه، چې په شیکاګو کې جوړه شوې وه، د نړیوالو پوځي ځواکونو د وتلو لپاره له ټاکل شوي مهالویش څخه ملاتړ وکړ، او په ورته وخت کې یې د افغان بنسټونو د مخکښ رول لپاره د دوامدار ملاتړ ژمنه بیا تایید کړه ترڅو د خلکو امنیت خوندي کړي. همدارنګه، په دې غونډه کې دا هم تایید شوه چې د ناټو - ایساف ماموریت به له جګړیز ماموریت څخه د روزنې او مرستې ماموریت ته واوړي.۲۰ جون ۲۰۱۲انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد ۲۰۱۱ کال د بن کنفرانس ډاډ ورکړ چې د افغانستان او د هغه د نړیوالو شریکانو ترمنځ به د ۲۰۱۴ کال تر پایه او له هغې هاخوا د راتلونکې لسیزې لپاره یوه دوامداره ملګرتیا موجوده وي.۵ مارچ ۲۰۱۲انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد ښاغلي رباني وژل کیدل یو شاتګ و، خو دا باید د افغانانو په مشرۍ د پخلاینې د بهیر لپاره هڅې ونه ځنډوي او نه یې هم مخه نیولی شي.۱۳ دسمبر ۲۰۱۱انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد ۲۰۱۱ کال په جنورۍ کې د ملي شورا له پرانیستې راهیسې، یوناما د حکومت بیلابېلې څانګې هڅولې دي چې د اساسي قانون سره سم د ټاکنو له وروسته رامنځته شوي سیاسي بن بست د حل لپاره په ګډه کار وکړي.۲۱ سپتمبر ۲۰۱۱انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد افغانستان د سولې او بیرته یوځای کیدو پروګرام د بیاکتنې کنفرانس، چې د مې میاشتې په ۱۰ او ۱۱ نیټه په کابل کې ترسره شو، تر دې دمې لاسته راوړنې یې وارزولې او د پروګرام د پلي کیدو د لا پیاوړتیا لپاره یې پر یو لړ اقداماتو موافقه وکړه.۲۳ جون ۲۰۱۱انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد ګډې همغږۍ او څارنې بورډ لپاره د دندو د لایحې بیاکتل شوې مادې د مدني ټولنې او خصوصي سکتور د استازو د ګډون زمینه برابروي. یوناما د افغان مدني ټولنې له شبکو سره مرسته کړې ترڅو په بورډ کې د هغوی د منظم استازیتوب لپاره یو میکانیزم رامنځته کړي.۹ مارچ ۲۰۱۱انگلیسي, دري, پښتو

په افغانستان کې د ماشومانو او وسله‌والې جګړې په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور.

له مرستندویې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې ډاډ ترلاسه کړي څو ملګرو ملتونو او افغانستان حکومت ته د عملیاتي پلان د پر وخت او اغیزمن پلي کیدو لپاره انعطاف منونکې او پایدارې مالي سرچینې برابرې شي.۳ فبروري ۲۰۱۱انګلیسي, دري,پشتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد ملګرو ملتونو د کارکوونکو امنیت لا هم د دې سازمان لپاره یوه لویه اندیښنه ده، او د اکتوبر په میاشت کې په هرات کې د ملګرو ملتونو پر دفتر شوی برید د هغو خطرونو یادونه وکړه چې زموږ کارکوونکي ورسره مخامخ دي.۱۰ دسمبر ۲۰۱۰انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد ګډې همغږۍ او څارنې بورډ به هغه اصلي اداره وي چې د لندن او کابل په دواړو کنفرانسونو کې د شویو ژمنو د پلي کیدو څارنه به کوي او د هغو د عملي کیدو ساتونکی به وي.۱۴ سپتمبر ۲۰۱۰انګلیسي, دري, پښتو
د ۱۹۱۷ (۲۰۱۰) پرېکړه ‌لیک د ۴۰مې فقرې له مخې د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپورد سولې او بیرته یوځای کیدو د پروګرام پراخ ملاتړ او د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره د سولې شورا رامنځته کول، مثبت لومړني پرمختګونه دي چې باید تعقیب شي او د پخلاینې له یوې پراخې پروسې سره ونښلول شي.۱۶ جون ۲۰۱۰انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتاوسنی راپور د مرستو د اغیزمنتیا په برخه کې ځینې ښه والی په ګوته کوي. خو دا څرګنده ده چې د مرستندویانو د چارو په اړه لا هم ډېر لږ معلومات حکومت ته رسېږي، که هغه چارې د پوځي او که د ملکي لوبغاړو له خوا ترسره کېږي.۱۰ مارچ ۲۰۱۰

انګلیسۍ, دري,

پښتو

د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد ۲۰۰۹ کال لانجمنو ټاکنو د افغانستان پر مشرتابه باور کمزوری کړ او په افغانستان کې یې د نړیوال ملاتړ پر بهیر اغېز وکړ. خو په پای کې یې داسې پایله رامنځته کړه چې د افغانانو لپاره د منلو وړ وه او د افغانستان قوانینو او بنسټونو ته یې درناوی کاوه.۲۸ دسمبر ۲۰۰۹انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتنوی حکومت باید وښيي چې د خپلو خلکو د اساسي اندیښنو د حل لپاره کلک هوډ او کافي وړتیا لري، چې په کې امنیت، د قانون حاکمیت، او د دوامدار اقتصادي او ټولنیز پرمختګ اړتیا شامله ده. حکومت باید له خپلو خلکو سره لا نږدې اړیکې رامنځته کړي.۲۲ سپتمبر ۲۰۰۹انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد ۲۰۰۹ کال لاسته راوړنو د خوندي کولو او د هغو تمو د پوره کولو لپاره چې هم مرستندویانو او هم افغانانو له ملګرو ملتونو څخه لرلې، زما ټینګ باور دا دی چې ماموریت به په ۲۰۱۰ کال کې لا نورې پیاوړتیا ته هم اړتیا ولري. ۲۳ جون ۲۰۰۹انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتسپارښتنه کوي چې د امنیت شورا له خوا د ۱۸۰۶ (۲۰۰۸) پریکړه لیک پر بنسټ چې د یوناما ماموریت یې تر ۲۳ مارچ ۲۰۰۹ پورې تمدید کړی و، د نورو ۱۲ میاشتو لپاره هم وغځول شي.۱۰ مارچ ۲۰۰۹انګلیسي, دري, پښتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد افغانستان د وضعیت په اړه اوسنی راپور یو څو اړخیز انځور وړاندې کوي. سره له دې چې په ځینو برخو کې پرمختګ شوی، د هیواد وضعیت په تیرو شپږو میاشتو کې خراب شوی دی. د جون میاشتې د پاریس کنفرانس یوه اجنډا او د لارې نقشه وړاندې کړه. زموږ ګډه ننګونه اوس په یاد کنفرانس کې د ترسره شویو ژمنو عملي کول دي. ۲۳ سپتمبر ۲۰۰۸انګلیسي
د امنیت شورا د ۱۸۰۶ (۲۰۰۸) پرېکړه ‌لیک له مخې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی راپورد یوناما لخوا د خپل ماموریت ترسره کیدل به په پای کې تر ډیره په دې پورې تړلې وي چې نړیوال شریکان او د افغانستان حکومت د یوناما د پیاوړي همغږۍ رول څخه څومره ملاتړ کوي او هغه ژمنې څومره عملي کوي چې د پاریس په کنفرانس کې یې کړې وې.۳ جولای ۲۰۰۸انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد امنیتي ننګونو د حل او د افغانستان د ثبات لپاره یوه ګډه تګلاره اړینه ده چې امنیت، حکومتولۍ، د قانون حاکمیت، بشري حقونه، او ټولنیز او اقتصادي پرمختګ په کې سره مدغم وي.۶ مارچ ۲۰۰۸انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتملګري ملتونه به په افغانستان کې خپله بشپړه ښکیلتیا وساتي او خپل مرکزي او بې پرې همغږوونکی رول به دوامداره پر مخ یوسي. ما په شخصي توګه د جولای په میاشت کې افغانستان ته سفر وکړ او له هغې لږ مودې وروسته مې په روم کې د افغانستان د قانون د حاکمیت کنفرانس ګډه مشري وکړه.۲۱ سپتمبر ۲۰۰۷انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتافغانستان او د هغه نړیوال شریکان یو ځل بیا د هیواد د لیږد بهیر په یوه حساس پړاو کې دي. اوس د دې وخت دی چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپله ژمنتیا یو ځل بیا تایید کړي او د تیرو شپږو کلونو لاسته راوړنو د ټینګښت لپاره په چټکۍ سره ګامونه پورته کړي.۱۵ مارچ ۲۰۰۷انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتهیواد له سترو او سختو ننګونو سره مخ دی، خو نړیواله ټولنه او ځايي ټولنې باید د افغانستان له حکومت سره اوږه په اوږه همکارۍ ته دوام ورکړي، څو هغه اوږدمهاله لیدلوری تحقق ومومي چې د "افغانستان په تړون" کې بیان شوی دی.۱۱ سپتمبر ۲۰۰۶انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتیوناما د بن د تړون په تړاو خپلې دندې بشپړې کړې دي، خو رول یي دلته پای ته نه رسېږي. د امنیت شورا د ۱۵۸۹ (۲۰۰۵) پریکړه لیک له مخې د یوناما اوسنی ماموریت د ۲۰۰۶ کال د مارچ په ۲۴مه پای ته رسېږي، او زه سپارښتنه کوم چې د یوناما ماموریت، لکه څنګه چې پورته ذکر شوی، د نورو ۱۲ میاشتو لپاره تمدید شي.۷ مارچ ۲۰۰۶انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد بن بهیر د پام وړ ځینې لاسته راوړنې لرلې دي، په ځانګړې توګه د انتخابي سیاسي بنسټونو پر لور لیږد، چې ټاکل شوې په راتلونکو څو اوونیو کې د پارلماني او سیمه ییزو ټاکنو په ترسره کیدو سره بشپړه شي.۱۲ اګست ۲۰۰۵انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتسره له دې چې د پارلماني ټاکنو له ترسره کیدو وروسته د ملګرو ملتونو د رول د معلومولو لپاره د پام وړ هڅې روانې دي، خو اړتیا به وي چې د افغانستان له مشرانو، له پارلمان سره چې تر جوړیدو وروسته به رامنځته شي، او له نورو اړوندو لورو سره سلا مشورې وشي، تر څو امنیت شورا ته یوه وروستۍ او څرګنده سپارښتنه وړاندې شي.۱۸ مارچ ۲۰۰۵انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتملګري ملتونه لا هم ژمن دي چې د نوي حکومت ملاتړ او مرسته وکړي، په داسې حال کې چې حکومت د هغو حیاتي دندو ترسره کولو ته دوام ورکوي چې د بن د هوکړې د متن او روحیې د پوره پلي کیدو لپاره اړینې دي.۲۶ نومبر ۲۰۰۴انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد څارنې د مودې په لړ کې، بې له شکه د بن د بهیر تر ټولو د پام وړ اړخ د ۲۰۰۴ کال د ټاکنو لپاره د رایه ورکوونکو نوم ‌لیکنه وه.۱۲ اګست ۲۰۰۴انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتهغه پېښې چې د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسیدو او د بن د بهیر د پیل لامل شوې، د ټولنې یوه لویه برخه ته یې دا احساس ورکړ چې د دوی ګټې او غوښتنې له پامه غورځول شوې دي.۱۹ مارچ ۲۰۰۴انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتپه کندهار او غزني ښارونو کې پر ملګرو ملتونو وروستیو بریدونو، او د هغو کسانو ګواښونو چې ادعا کوي د طالبانو په استازیتوب خبرې کوي، دا څرګنده کړې ده چې اوس د نړیوالو کارکوونکو او د بن د بهیر لپاره امنیتي ګواښونه د ښارونو په مرکزونو کې هم شته.۳۰ دسمبر ۲۰۰۳انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد پام وړ خنډونو سره سره، د بن د هوکړې پلي کیدل په عمومي توګه لا هم له ټاکل شوې لارې سره سم مخ پر وړاندې روان دي.۲۳ جولای ۲۰۰۳انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتاوسنی راپور د ماموریت د لومړني یو کلنې مودې د بشپړیدو له مودې سره هم‌مهاله وړاندې کېږي. د افغانستان انتقالي اداره، نړیواله ټولنه او یوناما (UNAMA) له ګډو هڅو څخه د یو شمیر مهمو لاسته راوړنو په اړه د رضایت او خوښۍ احساس کولی شي.۱۸ مارچ ۲۰۰۳انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتیوناما (UNAMA) او د ملګرو ملتونو اړوند برخې به د انتقالي ادارې د ظرفیتونو لوړلو لومړیتوب ته دوام ورکړي.۲۱ اکتوبر ۲۰۰۲انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد سولې هغه بهیر چې په بن کې پیل شوی و، لا هم مخ پر وړاندې روان دی، که څه هم پرمختګ یې ورو دی.۱۱ جولای ۲۰۰۲انګیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتافغانستان یوه ویجاړه شوې ټولنه ده. د بن کنفرانس ګډونوالو د خپل هیواد د مشرانو او خلکو پر وړاندې دا ستره او سخته ننګونه ایښې ده چې د سولې بهیر په څه کم درې کلونو کې ټینګ او پیاوړی کړي. خو هغه زخمونه چې د ۲۳ کلونو جګړې پرې ایښي دي، د رغیدو او درملنې لپاره به یې له ۳۶ میاشتو څخه ډیر وخت ته اړتیا وي.۱۸ مارچ ۲۰۰۲انګلیسي

د بندیزونو په اړه د سرمنشي راپور

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په خاوره کې د امنیت شورا د ۱۲۶۷ (۱۹۹۹) او ۱۳۳۳ (۲۰۰۰) پرېکړه‌ لیکونو له مخې د لګول شویو بندیزونو د بشري اغیزو په اړه راپور.۱۸ دسمبر ۲۰۰۱انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتاوس زموږ پر وړاندې ننګونه دا ده چې افغانانو ته د بشري مرستو رسونه چټکه کړو، د داسې لارې په ټاکلو کې مرسته وکړو چې د یوه باثباته او متحد افغانستان د رامنځته کیدو لامل شي، او هغه هیواد بیرته ورغوو چې له دوو لسیزو څخه د زیاتو جګړو له امله ویجاړ شوی دی.۶ دسمبر ۲۰۰۱انګلیسي

د بندیزونو په اړه د سرمنشي راپور

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان په خاوره کې د امنیت شورا د ۱۲۶۷ (۱۹۹۹) او ۱۳۳۳ (۲۰۰۰) پرېکړه‌ لیکونو له مخې د لګول شویو تدابیرو د بشري اغیزو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور.۱۹ نومبر ۲۰۰۱انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد ۲۲ کلونو جګړو او د وروستۍ تر ټولو سختې وچکالۍ د ګډو اغیزو له امله په افغانستان کې بشري وضعیت د اندیښنې وړ او خطرناک حد ته رسیدلی دی.۱۷ اګست ۲۰۰۱انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتطالبانو د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې د خبرو اترو په هغه بهیر کې خپل ګډون وځنډاوه چې د نومبر په ۲مه پرې موافقه شوې وه، او دا یې د بندیزونو د تصویب په وړاندې د غبرګون په توګه ترسره کړل.۱۹ اپریل ۲۰۰۱انګلیسي

د بندیزونو په اړه د سرمنشي راپور

په افغانستان باندې د امنیت شورا د ۱۲۶۷ (۱۹۹۹) او ۱۳۳۳ (۲۰۰۰) پرېکړه‌لیکونو له مخې د لګول شویو تدابیرو د بشري اغېزو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور.۲۰ مارچ ۲۰۰۱انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد نومبر په دویمه نیټه د طالبانو او متحدې جبهې ترمنځ هوکړه چې د شرطونو پرته، د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې، د خبرو اترو بهیر پیل کړي ترڅو د افغانستان جګړه د سیاسي لارو چارو له لارې پای ته ورسوي. دغه هوکړه د تیارو او ناوړې فضا څخه ډکې سناریو کې د هیلې یوه رڼا رامنځته کوي. ۲۰ نومبر ۲۰۰۰انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد جګړو له پیل څخه مخکې داسې نښې نښانې موجودې وې چې ښایي دواړه لوري د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې د یو ډول خبرو اترو د پیلولو په اړه غور وکړي.۱۸ سپتمبر ۲۰۰۰انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتدا ګواښ مخ په زیاتیدو دی چې ستونزه به لا ډیره نړیواله بڼه خپله کړي، ځکه دا انګیرنه پیاوړې شوې ده چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو د بې‌ثباته کولو لپاره د یوې اډې په توګه کارول کېږي.۱۶ جون ۲۰۰۰انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتافغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی ماموریت (UNSMA) لا هم چمتو او لیواله دی چې په یوه مناسبه او رغنده فضا کې د خبرو اترو د اسانتیا لپاره مرسته وکړي.۲۱ سپتمبر ۱۹۹۹انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد شته ټولو ډیپلوماتیکو لارو چارو کارولو ته دوام ورکړئ، ترڅو دواړه لوري د خپلو خبرو اترو بیرته پیل ته وهڅول شي او د خپلو تهاجمي پوځي عملیاتو د درولو په اړه هوکړې ته ورسېږي؛ او همدارنګه افغانان، که هر ډول سیاسي لیدلوری ولري، وهڅوئ او ملاتړ یې وکړئ چې د ملي پخلاینې د ترلاسه کولو لپاره په لا فعاله توګه په ګډه کار وکړي.۲۱ جون ۱۹۹۹انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد افغانستان د کورنۍ جګړې د لا زیاتې سیمه ‌ییزې کیدو خطر لا هم موجود دی. سربیره پر دې، نړیواله ټولنه لا هم د بشري وضعیت ژوره اندیښنې لري. د عشق ‌آباد د خبرو اترو هرکلی کیږي، ځکه دا څرګندوي چې دواړه لوري د سولییزې حل لارې پر لور د پرمختګ لپاره لیواله دي. ۳۱ مارچ ۱۹۹۹انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد جون په میاشت کې د علماوو د بهیر له ناکامیدو وروسته، د متحدې جبهې (UF) او طالبانو ترمنځ د جګړو د شدت د زیاتیدو له امله، په افغانستان کې وضعیت په جدي توګه خراب شوی دی.۲ اکتوبر ۱۹۹۸انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد افغانستان د غمیزې پای ته رسیدو اساسي کلیدي ټکی په دې پورې تړلی دی چې نړیواله ټولنه تر کومه حده هوډ او اراده لري څو د دې ستونزې بهرني اړخونه حل کړي، یعنې د جګړه کوونکو ډلو سره د وسلو او نورو اکمالاتي توکو د برابرولو په بڼه دوامداره بهرنۍ لاسوهنه پای ته ورسوي.۱۹ جون ۱۹۹۸انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتد افغانستان غمیزه لا هم دوام لري، ځکه چې بیلابیلې ډلې د بهر څخه د وسلو د پرله ‌پسې اکمالاتو په ملاتړ جګړې ته دوام ورکوي او د افغانستان د خلکو د ستر اکثریت د ارادې او غوښتنې پر خلاف عمل کوي.۱۷ مارچ ۱۹۹۸انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتپه افغانستان کې د سولییزې حل لارې موندل لا هم ستونزمن او له لاسرسي بهر دي، سره له دې چې ملګرو ملتونو د هیواد د جګړه کوونکو ډلو ترمنځ د سولې د ټینګښت لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړې دي.۱۴ نومبر ۱۹۹۷انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتافغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت (UNSMA) سره په غونډو کې، هم طالبانو او هم د هغوی د شمالي ایتلاف مخالفینو ادعا کوله چې د خبرو اترو له لارې د ستونزې هوارۍ ته ژمن دي. خو د دوی عملي کړنې د هغو دریځونو خلاف وې چې UNSMA ته یې څرګند کړي وو، او دا یې ښودله چې دوی غوښتل د پوځي بریا له لارې پر خپلو مخالفینو برلاسي ترلاسه کړي.۱۷ سپتمر ۱۹۹۷انګلیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور: په افغانستان کې وضعیتپر نورو د یوې ډلې د ارادې تپل، که څه هم په ډیر لنډ مهال کې بریالي ښکاري، نه شي کولای هیواد او سیمې ته تلپاتې سوله او ثبات راولي. په نږدې راتلونکي کې د سولې هیلې کمزورې او ناهیلي کوونکې ښکاري، خو ملګري ملتونه لا هم د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د خبرو اترو له لارې د یوه سوله‌ییز او تفاهمي حل د موندلو هڅو ته دوام ورکوي.۱۶ جون ۱۹۹۷انګلیسي
وروستی بدلون :
شریکول