UNAMA
United Nations Assistance Mission in Afghanistan (DARI)

بشري حقونه

د ټولو افغانانو د بشري حقونو درناوی د یوناما د کار مهمه برخه ده. د یوناما د بشري حقونو څانګه، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ دفتر استازیتوب هم کوي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ماموریت سره سم، په ځانګړې توګه د د ۲۰۲۳ د مارچ ۱۶مې د امنیت شورا د ۲۶۷۸ پریکړه لیک له مخې، په افغانستان کې د بشري حقونو د څارنې، راپور ورکولو او ملاتړ په برخه کې د ماموریت چارې رهبري کوي.

د یوناما د بشري حقونو کړنلاره په عملي توګه د څیړنې، څارنې، مستند کولو، راپور ورکولو، ننګه کولو، او د اړوندو مسؤلینو په ګډون له ټولو مهمو اړخونو سره د ښکیلتیا له لارې پلي کیږي. د دې کار پر بنسټ، یوناما د بشري حقونو د ټولو سرغړونو په اړه د څېړنو، د مسؤلینو لپاره د حساب ورکولو او د قربانیانو لپاره عدالت ته د لاسرسي غوښتنه کوي. که دا اقدامات ترسره نه شي، نو معافیت به دوام ومومي او د بشري حقونو سرغړونې به همدا ډول روانې وی. یوناما همدارنګه د برابرۍ او تبعیض نه کولو غوښتنه کوي، ټول افغانان - ښځې، نارینه، نجونې او هلکان - د ټولنې د نه بېلېدونکو غړو په توګه پېژني. د دوی د حقونو باید په بشپړ ډول درناوی وشي، وده ورکړل شي او د ورځني او عامه ژوند په ټولو اړخونو کې خوندي شي.

د بشري حقونو په برخه کې د یوناما کار په لاندې ټکو تمرکز کوي:

  • د ملکي وګړو ساتنه – یوناما د وسله والو نښتو او وسله والو شخړو په ګډون د پېښو له امله خلکو ته اوښتي زیانونه په خپلواکه او بې طرفه توګه څاري، مستند کوي او راپور ورکوي، او په هر وخت کې د ملکي وګړو د ساتنې غوښتنه کوي.

  • د ژوند، آزادۍ او فزیکي امنیت حق – د یوناما دنده ده چې د نړیوالو بشري حقونو د قوانینو د سرغړونو اسناد ثبت کړي او راپور ورکړي، چې پکې له قانوني دلایلو پرته نیونې او بندي کول، شکنجه او ناوړه چلند، ظالمانه، غیر انساني او سپکوونکیو سزاګانو ورکول، جبري تري تم کېدل او له محکمې پرته وژنې شاملې دي.

  • د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو په ګډون، د ښځو حقونه– یوناما د خپلو بشري حقونو د کاري لومړیتوبونو په چوکاټ کې د ښځو د حقونو پر څار او راپور ورکولو تمرکز کوي، او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره د اړوندو ملګرو ملتونو ادارو سره همغږي کوي. د یوناما لخوا مستند شوي معلومات او راپورونه د افغان ښځو او نجونو د حقونو او د جنسیتي برابري د پرمختګ لپاره هڅو ته لار هواروي.

  • د بندیانو حقونه ــ یوناما په ملي او سیمه ییزه کچه د توقیف مسؤلینو سره ښکېل دي، د بندخونو د شرایطو د ښه‌والي، د شکنجې او ناوړه چلند د مخنیوي ننګه کوي، د توقیف ځایونه څاري، (د حقوقي خوندیتوبونو درناوي په ګډون) د بندیانو حقونه ترویجوي، او د توقیف په شرایطو کې د بشري حقونو د سرغړونو اسناد راټولوي او راپور ورکوي.

  • بنسټیزې آزادۍ ـ د یوناما د بشري حقونو څانګه بنسټیزو ازادیو ته ځانګړې پاملرنه کوي (لکه د بیان، نظر، سوله‌ ییزو غونډو او ټولنو د جوړولو ازادي) او همداراز د رسنیو آزادۍ ته، چې د هېواد د پرمختګ لپاره حیاتي ګڼل کېږي. دا آزادۍ خلکو ته د معلوماتو لاسرسی، اغېزناک بحثونه او د حکومتونو لپاره د خلکو د ستونزو د درک او ځواب ویلو زمینه برابروي. یوناما دا ازادۍ څاري، په اړه یې اسناد راټولوي او راپورونه ترې جوړوي. یوناما د بشري حقونو د مدافعینو، خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو، او همداراز د قومي او مذهبي ټولنو وضعیت له نږدې څاري. دا ماموریت د پاریس د اصولو سره سم د بشري حقونو د یوې خپلواکې ملي ادارې د جوړولو غوښتنه کوي، چې پراخ واک ولري څو په افغانستان کې د ټولو بشري حقونو د ساتنې او ودې لپاره کار وکړي.

  • ماشومان او وسله والې شخړې ــ یوناما د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اړوندو پرېکړه‌ لیکونو سره سم د ماشومانو د حقونو جدي سرغړونې څاري. دا ماموریت د څارنې او راپور ورکولو په اړه د ملګرو ملتونو په مشرۍ د هېوادنۍ کاري ډلې برخه ده، چې موخه یې د حساب ورکولو پیاوړتیا او د ماشومانو ساتنه ده، ځکه جګړې پر ماشومانو بې‌ساري اغېزې کړي دي.

یوناما ته ورکړل شوي لومړیتوبونه د یوناما ماموریت منعکس کوي او د افغانستان په اوسنيو امنیتي، سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي شرایطو کې د مهمو معیارونو په توګه کار کوي. یوناما همداراز د افغانستان ملاتړ کوي ترڅو هغه نړیوال قوانین پلي کړي چې د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو په اړه دي او افغانستان یې غړی دی او ورته ژمن دی.

بشري حقونو د سرغړونو او ناوړه ګټه اخیستنې په اړه څېړنه، څارنه، اسناد ثبتول او راپور ورکول، د یوناما د هغو نوښتونو ملاتړ کوي، چې موخه یې بشري حقونو ته د ښځو، نارینه‌وو، نجونو، هلکانو په ګډون د ټولو افغانانو ریښتونی لاسرسی او بشپړ خوندیتوب تضمینول دي.

په وسله والو شخړو کې د ملکي وګړو د ساتنې په اړه راپورونه

یوناما د وسله والو شخړو په تړاو د ملکي وګړو د وضعیت په اړه راپور ورکوي، چې دا راپورونه په دوره‌يي، موضوعي او ځانګړو بڼو چمتو کېږي.

یوناما په خپل کار کې مطلق بې‌طرفه او خپلواکه ده، او تمرکز یې د وسله‌والو شخړو پر مهال د ملکي وګړو د لا ښه خونديتوب پر تأمین دی. ماموریت د ملکي تلفاتو د ثبت او مستند کولو له لارې هڅه کوي له مسؤلو ادارو سره داسې نوښتونه شریک کړي چې موخه یې د ملکي وګړو زیان محدودول وي.

ریښتینې سوله د وسله والو شخړو څخه اغېزمنو شویو ملکي وګړو لپاره غوره خوندیتوب دی. یوناما په ټولو خواوو او هغو کسانو غږ کوي چې پر دوی نفوذ لري ترڅو په افغانستان کې د وسله والو شخړو د پای ته رسولو لپاره د سیاسي حل لارو څخه ګټه واخلي.

د خپل بې‌طرفه او خپلواک کار له لارې به یوناما باوري معلومات راټولوي، څو د ملکی تلفاتو د صفر ته رسېدو لپاره په فعاله توګه خپلو هڅو او ننګه کولو ته دوام ورکړي.

​​​​​
په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه راپورونه

یوناما د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل لومړنی راپور خپور کړ.

راپور "په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت: له ۱۵ اګست ۲۰۲۱ څخه تر ۱۵ جون ۲۰۲۲" د یوناما موندنې په لنډه توګه بیانوي، چې پکې د ملکیانو ساتنه، له محاکمې پرته وژنې، شکنجه او ناوړه چلند، خپلسري نیونې او بندي کول، د ښځو او نجونو حقونه، بنسټیزې آزادۍ او د توقیف ‌ځایونو وضعیت شامل دي.

په راپور کې واکمنو چارواکو او نړیوالې ټولنې دواړو ته سپارښتنې هم شاملې دي.

په افغانستان کې د یوناما د بشري حقونه راپور - د ۲۰۲۲ کال جولای
راپور دلته ولولئ: انګلیسي | دري | پښتو
مطبوعاتي اعلامیه: انګلیسي | دري | پښتو

د ماشومانو او وسله والو شخړو په اړه راپورونه

ملګري ملتونه په افغانستان کې د ماشومانو او وسله والو شخړو په اړه راپورونه خپروي، په ځانګړې توګه په دې تمرکز کوي چې ماشومان د شخړو له چاپیریال څخه څنګه اغېزمن کیږي.

نورې سرچینې:

د ښځو د حقونو په اړه راپورونه

یوناما د ښځو د حقونو او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په اړه راپورونه خپروي.

نورې سرچینې:


د افغانستان په توقیف‌ځایونو کې د شخړو اړوند بندیانو سره چلند

د توقیف ځایونو د څارنې د کار پر بنسټ – چې دوه اساسي موخې لري: ۱) د حقوقي خوندیتوبونو او د بشر د نړیوالو اصولو او معیارونو سره د تطابق ارزونه، او ۲) د بندیانو، توقیف شویو کسانو او تنکیو بندي ځوانانو سره د عادلانه چلند ملاتړ – یوناما هر دوه کاله وروسته خپلې موندنې او سپارښتنې خپروي.


د بنسټیزو ازادیو، د بشري حقونو مدافعینو او د قربانیانو پرمحور عدالت په اړه راپورونه

یوناما د بنسټیزو ازادیو او د بشري حقونو د مدافعینو د امنیت په اړه وضعیت څاري او راپور ورکوي، ترڅو د مدني فضا دوامداره ملاتړ او ننګه کولو ته زمینه برابره کړي.

ځانګړی راپور: په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعینو، خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو وژنه – ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۱ پورې (۱۴ فبروري ۲۰۲۱)

راپور دلته ولولئ: PDF iconانګلیسي | PDF iconدري | PDF iconپښتو
لنډیز او وړاندیونه: PDF iconدري | PDF iconپښتو
مطبوعاتي اعلامیه PDF iconدري | PDF iconدري | PDF iconپښتو

د سولې په اړه د افغانانو خبرې اترې

د سولې په اړه د افغانانو خبرې اترې تر ۲۰۲۱ کال پورې یوه فعاله پروسه وه چې ټول شمولیت ته وده ورکړي او د مهمو مسلو په اړه د عادي افغانانو د نظرونو څرګندولو لپاره یو پلیټ فارم و. دغه بهیر مدني ټولنو ته دا زمینه برابره کړه چې د هغو کسانو نظرونه راټول کړي چې معمولاً له پامه غورځول شوي وي.

بشپړ راپور - د ۲۰۱۸ کال اپریل PDF iconانګلیسي | PDF iconدري | PDF iconپښتو

بشپړ راپور - د ۲۰۱۴ کال جون PDF iconانګلیسي | PDF iconدري | PDF iconپښتو
مطبوعاتي اعلامیه په PDF iconانګلیسي | PDF iconدري | PDF iconپښتو
د مدني ټولنې مطپوعاتي اعلامیه په PDF iconانګلیسي | PDF iconدري | PDF iconپښتو

بشپړ راپور - د ۲۰۱۱ کال ډسمبر PDF iconانګلیسي | PDF iconدري | PDF iconپښتو
مطبوعاتي اعلامیه PDF iconانګلیسي | PDF iconدري | PDF iconپښتو
د مدني ټولنې اعلامیه په PDF iconانګلیسي | PDF iconدري

Share

FOLLOW UNAMA ON TWITTER

Universal Declaration of Human Rights turns 75

UDHR 75 Pashto

UDHR 75 Dari