د ملګرو ملتونو د ۸۱ مې کلیزې په مناسبت د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، رباب فاطمې ویډیويي پیغام کابل، د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر ۲۴مه السلام علیکم، نن ورځ، ملګري ملتونه خپله ۸۱ مه کلیزه نمانځي . ملګري ملتونه د جګړې له ویجاړیو څخه راپورته او د هیلو د یوې وسیلې په توګه د دې باور پر بنسټ رامنځته شول؛ چې سوله د خبرو اترو، همکارۍ او زموږ د ګډ انسانیت له لارې ممکنه ده . افغانستان په ۱۹۴۶ کال کې له ملګرو ملتونو سره یوځای کېدو راهیسې، د دې کیسې یوه برخه…









