
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د ملګرو ملتونو یو ځانګړی سیاسي ماموریت دی چې دنده یې د افغانستان له خلکو سره مرسته کول دي.
یوناما د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۲۸مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۴۰۱ پریکړه لیک له مخې منځته راغله.
د دې ماموریت هر کال بیاکتنه کېږي، او د وخت په تیریدو سره له هیواد اړتیاوو سره سم پکې تعدیل/بدلون راوستل کېږي. دا ماموریت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۷۷ (۲۰۲۵) پریکړه لیک له مخې د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۷مه د یو کال لپاره وغځول شو.
۲۶۷۸ ګڼه پرېکړه لیک ټینګار کوي چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې د سولې او ټیکاؤ د پیاوړتیا په برخه کې خپل مهم رول ته دوام ورکوي.
د امنیت شورا همدا راز دویم پریکړه لیک ۲۶۷۹ (۲۰۲۳) تصویب کړ چې د افغانستان د ستونزو د حل په موخه د یوې "همغږې او یو موټي تګلارې" لپاره د راتلونکي سپارښتنو سره سم د یوې هراړخیزې او خپلواکې ارزونې غوښتنه کوي.
د امنیت شورا دا هم ومنله چې د یوناما نوی شوی ماموریت د دې شورا له پخوانیو پریکړه لیکونو ۱۶۶۲ (۲۰۰۶)، ۱۷۴۶ (۲۰۰۷)، ۱۸۰۶ (۲۰۰۸)، ۱۸۶۸ (۲۰۰۹)، ۱۹۱۷ (۲۰۱۰)، ۱۹۷۴ (۲۰۱۱)، ۲۰۴۱ (۲۰۱۲)، ۲۰۹۶ (۲۰۱۳)، ۲۱۴۵ (۲۰۱۴)، ۲۲۱۰ (۲۰۱۵)، ۲۲۷۴ (۲۰۱۶)، ۲۳۴۴ (۲۰۱۷)، ۲۴۰۵ (۲۰۱۸)، ۲۴۶۰ (۲۰۱۹)، ۲۴۸۹ (۲۰۱۹)، ۲۵۴۳ (۲۰۲۰)، ۲۵۹۶ (۲۰۲۱)، ۲۶۲۶ (۲۰۲۲) سره سمون لري.
ملګري ملتونه له ۱۹۴۶ کال راهیسې، هغه مهال چې افغانستان د عمومي اسامبلې غړیتوب ترلاسه کړ، په دې سیمه کې ښکېل دي. د دې سازمان ادارې لکه یونیسف له ۱۹۴۹ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.
د یوناما مرکزي دفتر په کابل کې دی او په ټول افغانستان کې سیمه ییز دفترونه لري. یوناما همدارنګه په پاکستان او ایران کې د اړیکو دفترونه لري. دا ماموریت شاوخوا ۹۹۰ کارکونکي لري، چې ۶۴۴ یې افغانان، ۲۵۵ نړیوال کارکونکي ، ۷۲ د ملګرو ملتونو نړیوال رضاکاران او ۱۹ د ملګرو ملتونو افغان رضاکاران دي (د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر شمېرې). یوناما په بامیان، فیض آباد، ګردیز، هرات، مزار شریف، کابل، کندهار، کندوز، میمنه، پلخمري او جلال آباد کې دفترونه لري. واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، یوناما د نړیوالو بشري همکاریو د دوام لپاره، په سپټمبر ۲۰۲۱ کې د قزاقستان په الماتي کې یو لنډمهاله دفتر پرانیست.[2]
یوناما د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازې (SRSG) لخوا رهبري کېږي. دا مهال روزا اتونبایېوا افغانستان لپاره د سرمنشي ځانګړې استازې ده.
له هغې وروسته نهه ځانګړو استازو (SRSGs) راغلل - لخضر ابراهیمي (د الجزایر پخوانی د بهرنیو چارو وزیر) – د اکتوبر ۲۰۰۱ څخه تر جنوري ۲۰۰۴ یې دنده ترسره کړه، او له دندې یې دوه کاله دمخه استعفا ورکړه. ژان ارنولډ – له فبروري ۲۰۰۴ تر فبرورۍ ۲۰۰۶ پورې دنده ترسره کړه. ټام کوینګز– له مارچ ۲۰۰۶ تر ډسمبر ۲۰۰۷ پورې، او کای ایډه– له ۲۰۰۸ نیولې تر ۲۰۱۰ پورې مشر و. له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۱ پورې د یوناما مشر سټیفن ډی میستوراو. یان کوبیش– له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۴ پورې، نیکولاس هېسم – له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۶ پورې، تادامیچي یاماموتو – له ۲۰۱۶ تر ۲۰۲۰ پورې، او دیبورا لاینز – له مارچ ۲۰۲۰ تر مارچ ۲۰۲۲ پورې د یوناما مشره وه.
له ۲۰۰۸ کال راهیسې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د لارښوونې له مخې، یوناما یو منسجم ماموریت دی. دا په دې مانا چې ځانګړی سیاسي ماموریت، د ملګرو ملتونو ټولې ادارې، فنډونه او پروګرامونه په څو اړخیز او همغږي ډول کار کوي، تر څو د افغانستان د ملي لومړیتوبونو سره سم، دغه هېواد سره په ښه ډول مرسته وکړي.
دوه مرستیال ځانګړي استازي (DSRSG) د ماموریت د دوو اصلي برخو – سیاسي او پرمختیایي چارو څارنه کوي. د دې برخو لاندې، ماموریت ځانګړې څانګې لري چې په بېلابېلو برخو کې تخصص لري، لکه: سیاسي تحلیل، راپور ورکول، اړیکې، د بسپنه ورکونکو همغږي او د ملګرو ملتونو ادارو، فنډونو او پروګرامونو همغږي.
د یوناما د سیاسي چارو څانګه
د سیاسي چارو څانګه د یو ځانګړي مرستیال استازي لخوا رهبري کیږي چې موخه یې د سیاسي اړیکو، شخړو حل او سیمه ییزې همکارۍ ته ملاتړ برابرول دي. د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۳ مه، د ملګرو ملتونو عمومي منشي د کاناډا تبعه جورجیت ګانیون په دې دنده وګمارله. د سیاسي چارو په څانګه کې تحلیل او راپور ورکول، سیاسي چارې، د قانون حاکمیت، د جنډر څانګه او په اسلام آباد او تهران کې د اړیکو دفترونه شامل دي.
پراختیا او بشري مرستې
د پرمختیايي چارو څانګه د مرستیال ځانګړي استازي (DSRSG) انډریکا راټواټه له لوري رهبري کېږي، چې تمرکز یې په پرمختیایي چارو، بشري مرستو او بنسټیزو بشري اړتیاوو دی. د یوناما د پرمختیایي برخې موخه دا ده چې د افغانستان د پرمختګ هڅې په ځانګړې توګه د ظرفیت لوړولو او د نړیوالو ادارو لخوا بشري مرستې لا همغږې کړي.
راتواټه همداراز په افغانستان کې مقیم د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه چارو همغږي کونکی دی، چې د ملګرو ملتونو د کورنۍ (UNCT) د کار د همغږۍ مسؤلیت پر غاړه لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کورنۍ (UNCT) ۲۰ ادارې، فنډونه او پروګرامونه لري چې دفترونه یې په افغانستان کې دي:
د خوړو او کرنې سازمان (FAO)
د کرنې د پراختیا نړیوال وجهي صندوق (IFAD)
د کار نړیوال سازمان (ILO)
د کډوالۍ نړیواله اداره (IOM)
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA)
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنري (OHCHR)
د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر(UNWOMEN)
د ملګرو ملتونو ایډیز/ایچ آي وي پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNAIDS)
د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره (UNDP)
د ملګرو ملتونو تعليمي، ساینسي او کلتوري اداره (UNESCO)
د ملګرو ملتونو د وګړو اداره/یا د نفوس صندوق (UNFPA)
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-HABITAT)
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR)
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (UNICEF)
د ملګرو ملتونو د صنعتي پراختیا سازمان (UNIDO)
د ملګرو ملتونو د څیړنې انسټیټیوټ (UNITAR)
د ملګرو ملتونو د ماین پاکي چارو اداره (UNMAS)
د ملګروملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې اداره (UNODC)
د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر (UNOPS)
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)
* د بشري حقونو د عالي کمیشنر دفتر د یوناما سره مدغم شوی او د عمومي منشي د ځانګړې استازې تر څارنې لاندې فعالیت کوي.





