یوناما
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي

سیمه ییزه همکاري

view

یوناما هڅه کوي چې افغانستان او ګاونډي هېوادونه وهڅوي ترڅو پر متقابلو ګټو ولاړو موضوعاتو خبرې او همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا یوناما ته دنده ورکړل شوې چې د سیمه‌ی یزې همکارۍ ملاتړ وکړي، او د یوې اغېزمنې وسیلې په توګه په ځانګړي ډول د افغانستان د امنیت، ټیکاؤ، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره کار وکړي.

موخه دا ده چې افغانستان او ګاونډي هېوادونه د متقابلو ګټو پر موضوعاتو خبرو او همکارۍ ته وهڅول شي. یوناما د خپل ښه نیت چارو پر مټ دغه موخې پر مخ وړي او افغانستان سره مرسته کوي چې د آسیا په زړه کې خپل رول ادا او ترې ګټه واخلي، چې پکې د څو هېوادونو "د آسیا زړه – استانبول بهیر" هم شامل دی.

یوناما هڅه کوي سیمه ‌ییز شریکان وهڅوي چې د یو باثباته او هوسا افغانستان په جوړولو کې ونډه واخلي، چې به د سیمې په ټیکاو او پرمختګ مثبته اغېزه وکړي د دې لپاره چې سیمه ‌ییز بهیرونه درک او له سیمې سره تعامل وکړي، د یوناما وړتیا په اسلام‌اباد (پاکستان) او تهران (ایران) کې د اړیکو دفترونو سره لا پیاوړې شوې ده.

Share