
د یوناما د کار په سر کې د عامه اړیکو او ښه نیت چارې برابرول دي - چې په کې د لوړې کچې منځګړتوب او کله نا کله د مخنیوي ډپلوماسي یا د شخړو مخنیوی شامل دی.
عامه اړیکې او د ښه نیت چارې د دې لپاره ترسره کېږي چې د ټولو اړوندو افغان سیاسي فعالینو او ښکېلو خواوو، سیمې او پراخې نړیوالې ټولنې ترمنځ د خبرو اترو د اسانتیا په ګډون، په ملي او سیمه ییزه کچه ټول شموله، استازې، ګډون کوونکې او ځواب ویونکي حکومتولۍ ته وده ورکړي، او د جنسیت، مذهب یا قومیت پر بنسټ له هر ډول تبعیض پرته د ښځو، لږکیو، ځوانانو او معلولیت لرونکو اشخاصو بشپړ، یوشان او معنی لرونکي ګډون باوري کړي.
یوناما د ملي او سیمه ییزو مشورتي میکانیزمونو، او همدارنګه د باور جوړونې اقداماتو، ظرفیت جوړونې، د شخړو مدیریت، او پخلاینې په اړه مشورې ورکوي.





