
یوناما د جنسیتي برابرۍ، د ښځو او نجونو د پیاوړتیا، او د هغوی د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښوونې او روزنې، بشپړ ملاتړ او ساتنه کوي. دغه ملاتړ د ښځو بشپړ، مساوي، معنا لرونکي او خوندي ګډون، ښکېلتیا او مشرتابه ته په ټولو کچو او پړاوونو کې د پرېکړو کولو په بهیر کې زمینه برابروي.
سربېره پر دې، یوناما په ځانګړي ډول د هغو سرغړونو، ناوړه چلندونو او غچ اخیستنې کړنو څارنه او راپور ورکوي چې د ښځو پر وړاندې ترسره کېږي، په ځانګړي ډول د هغو پر وړاندې چې د بشري حقونو مدافعین، خبریالان، د روغتیا او بشري مرستو کارکوونکي دي، او هغه میرمنې چې پخوا له حکومت، پولیسو، عدلي او امنیتي سکټور سره تړلې وې.
Last updated:
