UNAMA
United Nations Assistance Mission in Afghanistan (DARI)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کورنۍ:

مهم اسناد


د افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال کلنی د پایلو راپور

د نړیوالو مرستندویه ټولنې د ګډو او همغږو هڅو له امله، له افغانستان سره د ملاتړ کچه د پام وړ پاتې شوه. له خپلو شریکانو سره یو ځای، موږ د بې‌سارې خنډونو سره سره خپلې هلې ځلې روانې وساتلې؛ هغه خنډونه چې زموږ بنسټیز ارزښتونه او باورونه یې ولړزول. په ۲۰۲۳ کال کې، موږ لا هم له دې ننګونو سره مخ وو چې څنګه خپل اساسي اصول او ارزښتونه وساتو او په عین وخت کې د اړتیا لرونکو خلکو د مرستې لپاره خپل مکلفیت ترسره کړو. د ټولو ښکېلو شریکانو سترې هڅې او ټینګار د مرستندویه شریکانو بې‌ساری نوښت او زغم وښود، چې ټینګه هوډ یې درلود د افغانستان خلک یوازې پرېنږدي.


افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ستراتیژیک چوکاټ ۲۰۲۳–۲۰۲۵

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ستراتیژیک چوکاټ په افغانستان کې د خلکو د اساسي بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ملګرو ملتونو تګلاره روښانه کوي. دا چوکاټ د «هیڅوک شاته نه پرېښودل کېږي» د اصل پر بنسټ ولاړ دی او د هغو کسانو اړتیاوې او حقونه لومړیتوب ګرځوي چې تر ټولو زیان‌من او له پامه غورځول شوي دي؛ لکه ښځې او نجونې، ماشومان او ځوانان، په کور دننه بې‌ځایه شوي کسان، راستنېدونکي، کډوال، قومي او مذهبي لږکي، له جغرافیایي پلوه لرې پراته ټولنې، جنسي او جندر لږکي، د کوچیانو ټولنه، له معلولیت لرونکي کسان، د بشري حقونو مدافعین، د نشه‌يي توکو کاروونکي، او هغه کسان چې له HIV سره ژوند کوي او یا ترې اغېزمن شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کورنۍ د ویب پاڼو پتې:

د اسیا پراختیایي بانک (ADB)

د خوړو او کرنې سازمان (FAO)

د کرنې د پراختیا نړیوال وجهي صندوق (IFAD)*

د کار نړیوال سازمان (ILO)

نړیوال وجهي صندوق (IMF)*

د کډوالۍ نړیواله اداره (IOM)

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر (OCHA)

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنري (OHCHR)

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-HABITAT)

د ملګرو ملتونو ایډیز/ایچ آي وي پروړاندې د مبارزې دفتر (UNAIDS)*

د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پراختیا کنفرانس (UNCTAD)*

د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره (UNDP)

د ملګرو ملتونو د امنیت او خوندیتوب اداره (UNDSS)

د ملګرو ملتونو د چاپیریال ساتنې پروګرام (UNEP)

د ملګرو ملتونو تعليمي، ساینسي او کلتوري اداره (UNESCO)

د ملګرو ملتونو د وګړو اداره/یا د نفوس صندوق (UNFPA)

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري (UNHCR)

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (UNICEF)

د ملګرو ملتونو د صنعتي پراختیا سازمان (UNIDO)

د ملګرو ملتونو د ماین پاکي چارو اداره (UNMAS)

د ملګروملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې اداره (UNODC)

د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر (UNOPS)

د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (UNWOMEN)

نړیوال بانک (WB)

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)

* غیر مېشت

Last updated:
Share