
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۰۲ کال د اکتوبر په غونډه کې افغانستان لپاره د سرمنشي ځانګړي استازي لخضر ابراهیمي دې شورا ته وویل چې افغانستان د پام وړ پرمختګ کړی، خو لا هم دې ته اړتیا ده چې مشران یې د ریښتینې ملي پخلاینې لپاره په ګډه کار وکړي، او له دې سره سره دوامداره نړیواله پاملرنه هم اړینه ده.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ته د امنیت شورا د ۲۶۲۶ (۲۰۲۲) پریکړه لیک له مخې واک ورکړل شوی او دا ماموریت د ۲۷۷۷ (۲۰۲۵) ګڼه پریکړه لیک له لارې بیا نوی شوی دی.
د یوناما اصلي او لومړنی ماموریت، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۴۰۱ (مارچ ۲۰۰۲) پریکړه لیک له مخې ټاکل شوی و، د بن د هوکړې (ډسمبر ۲۰۰۱) د تطبیق ملاتړ و. په دې ماموریت کې د وخت له تیریدو سره د هېواد اړتیاوو له مخې بدلون راغلی او وروستی ځل د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۷مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۷۷ (۲۰۲۵) پریکړه لیکله لارې وغځول شو.
د امنیت شورا یوناما ته دنده سپارلې چې د بشري اصولو، بشري حقونو، دجنسيتي برابرۍ (جنډر مساوات)، ټول شموله حکومتولۍ، زغم، او اقتصادي ثبات پر بنسټ د بشري مرستو ملاتړ او پراختیا ته دوام ورکړي، او همداراز په افغانستان کې د سولې او ټیکاؤ د رامنځته کولو لپاره له ملي، سیمهییزو او نړیوالو اړخونو سره پر اصولي او رغوونکي تعامل تمرکز وکړي.
یوناما د افغانستان د حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي په هکله خپله کلکه ژمنه بیا تکراروي، او همدارنګه د ملګرو ملتونو د منشور او نورو نړیوالو قوانینو او اسنادو په چوکاټ کې د افغان ولس ملاتړ ته دوام ورکوي.
د یوناما لید دا دی چې افغانستان یو باثباته او هوسا هېواد وي، په کور دننه او بهر دا هېواد له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي، او پکې د ټولو افغانانو حقونه پرته له تبعیض څخه خوندي وي.





