یوناما
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي

یوناما په افغانستان کې د لسیزو وسله والې جګړې د قربانیانو په اړه نوی راپور خپور کړ

Left behind: The rights of victims in the aftermath of decades of armed conflict in Afghanistan
Cover of the report Left behind: The rights of victims in the aftermath of decades of armed conflict in Afghanistan, September 2026 UNAMA / UNAMA

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د نن ورځې تازه خپور شوي راپور له مخې، د افغانستان د لسیزو وسله‌ والې جګړې قربانیان لا هم له ژورو فزیکي، رواني، ټولنیزو او اقتصادي اغیزو څخه کړیږي، او ډیری وخت عدالت او کافي ملاتړ ته لاسرسی نلري یا هغوی ته اوښتي زیانونه د هیچا لخوا نه دي منل شوي.

دا راپور تر ډیره په هغه جګړې تمرکز کوي چېد ۲۰۰۱ کال څخه د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵ پورې (کله چې طالبان واک ته ورسیدل) رامنځته شوه او د وسلوالې جګړې د ۱۹۵ تنو قربانیانو او د هغوی د خپلوانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.

تقریباً ټولو مرکه شویو کسانو (۹۵ سلنه) د عاطفي یا رواني زیانونو راپور ورکړی، چې پکې خفګان، اضطراب، د تیرو پېښو ناڅاپي بیا راپه یادیدل او د ټروما اړوند نورې نښې شاملې دي،په داسې حال کې چې له نیمايي زیاتو کسانو (۵۸ سلنه) د جګړې له امله فزیکي زیانونه لیدلي دي. ګن شمیر لا هم له مزمنو دردونو کړیږي او/یا د ټپي کیدو له امله معلول شوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیالې او د یوناما سرپرستې، جورجیټ ګانیون وویل: "هغه مرکې چې موږ ترسره کړې دي، د ټولیزرواني زیان (ټروما) ژوروالی او پراخوالی په ګوته کوي چې لا هم په افغان ټولنه کې دوام لري. دا څرګنده ده چې د تیر وخت پیښې اوس هم پر ګڼ شمیر قربانیانو او د هغوي پر کورنیو اغیز کوي. د قربانیانو د اړتیاوو ته د رسیدګی لپاره مهمه ده چې ترسره شوی زیان ومنل شي او رښتینې ژمنه وشي چې د قربانیانو غږونه او حقونه یې په محور کې وي."

قربانیانو څرګنده کړې چې د درملنې د لګښتونو، ویجاړو شویو کورونو د بیارغولو، یا د جګړې وروسته د خپلو کورنیو څخه د ملاتړ توان نلري. په جګړه کې کونډې شوې ښځې تر ډیره د اقتصادي ناامنی سره مخامخې دي ځکه د افغانستان برحاله چارواکو داسې محدودیتونه وضع کړي چې کار ته د ښځو لاسرسۍ محدودوي.

عدالت او مرستې ته د لاسرسي پر وړاندې لويو خنډونو ته په کتنې سره، د مرکه شویو نیمایي څخه ډیرو (۵۵ سلنه) عدالت ته د لاسرسي، د خسارې جبران یا د حقونو د احقاق کومې بلې لارې لپاره هیڅ هڅه نده کړې، ځکه چې تر ډیره دوي باور درلود چې اندیښنې یې جدي نه ګڼل کیږي او یا هم د غچ اخیستنې څخه یې ویره درلودله. له هغو مرکه شویو څخه چې د خسارې جبران یا مرستې لپاره یې هڅه کړې وه، ۶۴ سلنو راپور ورکړی چې هڅې یې بې پایلې وې. چارواکو یا اداراتو سره د ښکیلتیا پر مهال، مرکه شویو کسانو د اداري خنډونو، د ځواب نشتون، د تبعیض احساس او محدودې روڼتیا په اړه راپور ورکړی.

کله چې د دوي د اړتیاو په هکله ورڅخه پوښتنه وشوه، قربانیانو مالي جبران (۸۱ سلنه)، عدالت ته لاسرسی (۴۸ سلنه) او د پيښو د بیا تکرار څخه مخنیوی (۴۷ سلنه) په ګوته کړل.

دغه راپور په افغانستان کې د څو لسیزو وسله والې جګړې نه پاتې میراث ته د رسیدګی لپاره د یوې هراړخیزې تګلارې غوښتنه کوي چې قربانیان یې په محور کې وي. راپور ټول اړخونه، چې جګړې له امله مسؤل دي، هڅوي چې د حساب ورکولو د هڅو څخه ملاتړ وکړي او په هغو چارو کې ونډه واخلي چې د قربانیانو حقونو او اړتیاوو ته رسیدګي کوي.

دغه راپور وړاندیز کوي چې برحاله چارواکي باید داسې اقدامات ترسره کړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د قربانیانو او د هغو کسانو حقونه تأمین شوي چې د جګړې له امله اغیزمن شوي دي، په دې کې هغوي ته د اوښتي زیان د جبران لپاره د هر اړخیزو پروګرامونو رامنځته کول او قربانیانو سره نورې مرستې شاملې دي. دغه راپور همدارنګه پر غړو هیوادونو غږ کوي چې د وسله والې جګړې د قربانیانو د لومړیتوبونو او اړتیاوو سره سم، افغانستان ته بشري مرستې برابرې کړي.