یوناما
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي

د ملګرو ملتونو د ۸۱مې کلیزې په مناسبت د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، رباب فاطمې پیغام

srsg

د ملګرو ملتونو د ۸۱مې کلیزې په مناسبت د ملګرو ملتونو
د سرمنشي ځانګړې استازې، رباب فاطمې ویډیويي پیغام

کابل، د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر ۲۴مه

السلام علیکم،

نن ورځ، ملګري ملتونه خپله ۸۱مه کلیزه نمانځي.

ملګري ملتونه د جګړې له ویجاړیو څخه راپورته او د هیلو د یوې وسیلې په توګه د دې باور پر بنسټ رامنځته شول؛ چې سوله د خبرو اترو، همکارۍ او زموږ د ګډ انسانیت له لارې ممکنه ده.

افغانستان په ۱۹۴۶ کال کې له ملګرو ملتونو سره یوځای کېدو راهیسې، د دې کیسې یوه برخه پاتې شوی دی. له نږدې اتو لسیزو راپدیخوا، ملګري ملتونه د جګړو او کړاوونو، او همدارنګه د پرمختګ او فرصتونو په ټولو پړاوونو کې د افغانانو ترڅنګ دریدلي دي.

کله چې ناورینونه رامنځته شوي، او خلک له وچکالۍ، بې ځایه کیدو، جګړې او یا هم د بیړنیو بشري اړتیاوو سره مخامخ شوي، ملګري ملتونه او د هغوی همکاران د مرستې او ملاتړ لپاره لاس په کار شوي دي.

د تېرو لسیزو په اوږدو کې، یو شی تل ثابت پاتې شوی دی: د افغانانو هوډ او ټینګ عزم.

په ټول افغانستان کې، ښځو او نارینه وو، ځوانانو، د ټولنې مشرانو، ښوونکو، روغتیایی کارکوونکو او بشري مرستندویانو ډیری وخت په سختو حالاتو کې، د خپلو خلکو خدمت ته دوام ورکړی دی. د دوی دغه ژمنتیا د هیلو او الهام یوه سرچینه ده.

اوس چې زه په افغانستان کې خپل مسؤلیتونه پیلوم، زه دا کار افغانانو، ستاسو کلتور او بډایه میراث ته د ژور درناوي په لرلو سره ترسره کوم؛ او ستاسو تر څنګ د خبرو اورېدو، تعامل او ګډ کار کولو ژمنه کوم.

هغه ننګونې چې افغانستان ورسره مخ دی، خورا لویې دي؛ خو د دې هېواد د خلکو استعدادونه، هیلې او ظرفیتونه تر دې هم ډېر لوی دي.

ملګري ملتونه د افغانانو د ملاتړ لپاره ژمن پاتې کیږي او د ټولو افغانانو لپاره د عزت، فرصتونو او هوساینې د تامین په برخه کې هڅې کوي.

د ملګرو ملتونو پر دې نړیواله ورځ، راځئ چې په اعتماد سره راتلونکي ته وګورو.

د افغانستان راتلونکی د دې هېواد خلکو پورې اړه لري، او په داسې حال کې چې افغانان خپل راتلونکی جوړوي، ملګري ملتونه به د یوه ژمن شریک په توګه د دوی ترڅنګ ولاړ وي.

مننه.

ویدیوي پیغام درسره دلته وګورئ