کابل - په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د برحاله چارواکو لخوا په دې وروستیو کې د ښځو او نجونو د نیولو، توقیفونو او ګواښونو په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګندوي.
یوناما تایید کړې چې د ۲۰۲۶ کال د جولای او سپتمبر ترمنځ په هرات او کابل کې لږترلږه ۵۲ ښځې او یوه نجلۍ نیول شوي یا توقیف شوي دي، په داسې حال کې چې نورې ښځې د نیولو کیدو له ګواښ سره مخامخ دي. د خوندیتوب او ټولنیزې بدنامۍ د اندېښنو له امله د پیښو د نه راپور کیدو له وجې، ښايي د پیښو شمیر د پام وړ لوړ وي.
دغو پیښو د برحاله چارواکو لخوا د لګول شویو د جامو د مقرراتو له سرغړونو سره تړاو درلود. ښځې د چادرۍ نه اغوستلو، د وېښتانو ښکاره کیدو، د رنګین ټیکري د پرسولو، سینګار کارولو، او یا هم له محرم پرته په عامه ځایونو کې د شتون له امله نیول شوې دي. یادې ښځې په توقیف کې د څو ساعتونو له تیرولو وروسته خوشې شوي.
یوناما د ښځو، په ځانګړې توګه د ښځینه هټۍ والو پر وړاندې د لفظي سپکاوي، وهلو ټکولو او ګواښونو له امله هم اندیښمنه ده.
یوناما یو ځل بیا ټینګار کوي چې دا کړنې د ښځو او نجونو د تګ راتګ، بیان او خپلواکۍ حقونه تر پښو لاندې کوي. نیونې او توقیفونه ښځې او نجونې له سختې ټولنیزې بدنامۍ او لا زیاتې څنډې ته کیدو سره هم مخ کوي.
یوناما له برحاله چارواکو څخه غوښتنه کوي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیضي چلندونو مخه ونیسي، د ټولو افغانانو بشري حقونو او انساني کرامت ته درناوی تضمین کړي، او د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې د افغانستان مکلیفتونه مراعات کړي.

