کابل، ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د سیاسي او سولې چارو څانګې (DPPA) مشرې، روزمري دي کارلو نن افغانستان ته خپل سفر پای ته ورساوه. د سفر په ترڅ کې نوموړې له واکمنو چارواکو، د مدني ټولنې له استازو، ښځینه مشرانو او د ملګرو ملتونو له افغان ښځینه کارکوونکو سره لیدنې وکړې.
له واکمنو چارواکو سره د خپلو لیدنو په ترڅ کې، اغلې ډیکارلو د دوحې د بهیر د پرمختګ لپاره د ملګرو ملتونو ژمنتیا یو ځل بیا څرګنده کړه. هغې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او خصوصي سکټور د دوه کاري ډلو پرمختګونو ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې خبرې اترې باید د افغانانو د ګټې لپاره په لا زیاتو عملي پایلو بدلې شي. دواړو خووا د دوامداره تعامل لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.
اغلې دي کارلو د ښځو او نجونو د وضعیت، په ځانګړي ډول زده کړو ته د نجونو د لاسرسي په اړه، د غړو هیوادونو اندیښنې شریکې کړې. هغې ټینګار وکړ چې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې پرمختګ به د هیواد د لا پرمختګ او پراختیا لامل شي. اغلې دي کارلو همدارنګه هغه محدودیتونه هم په ګوته کړل چې د ملګرو ملتونو پر افغان ښځینه کارکوونکو اغیز کوي.
مرستیالې سرمنشې هغه ننګونې په ګوته کړې چې افغانستان ورسره مخ دی، چې پکې ټولنیز - اقتصادي فشارونه، د اقلیم بدلون او طبیعي پیښې شاملې دي. هغې له ګاونډیو هیوادونو څخه راستنیدونکو افغانانو سره د مرستې لپاره د ملګرو ملتونو چمتووالی یو ځل بیا څرګند کړ.
د مدني ټولنو له استازو او ښځینه مشرانو سره په خپلو غونډو کې، مرستیالي سرمنشي د افغانستان په ټولنو کې د هغوي له حیاتي ونډو څخه ستاینه وکړه.





