یوناما
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي

د پنځو کلونو په تیریدو سره، د افغانستان راتلونکی په هر اړخیز پرمختګ او دوامدارې نړیوالې ښکېلتیا پورې تړلی دی

unama_pashto

کابل -د طالبانو له واک ته رسیدو پنځه کاله وروسته، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) یادونه کوي چې افغانستان د امنیت د ښه واليپړاو تجربه کړی، پداسې حال کې چې پر واکمنو چارواکو غږ کوي چې له افغانانو سره د د تلپاتې ثبات په برخه کې د مرستې په موخه د پام وړ ګامونه پورته کړي.

د شخړو کمښت ډیری افغانانو ته د پام وړ ګټې اړولي، او د بیا رغونې، پراختیا او سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ باندې د تمرکز کولو فرصتونه یې رامینځته کړي او همدارنګه د کوکنارو کښت د بندیز په ګډون مثبت ګامونه پورته شوي دي.

په ورته وخت کې، د پام وړ ننګونې - په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو په وړاندې مخ پر زیاتیدو زیان رسوونکي محدودیتونه او د ترهګرۍ اړوند روانې اندیښنې – په دوامداره توګه له جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي او همدارنګه هغه پرمختګونه ځنډوي چې افغانستان د نړیوالې موخې له پلوه له خپل ځان او ګاونډیو سره په سوله کې وي، په بشپړ ډول په نړیواله ټولنه کې مدغم شي او خپل نړیوال مکلفیتونه پوره کړي.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې، ملګرو ملتونو له برحاله چارواکو سره تعامل او همدارنګه د بشري مرستو، بنسټیزو خدمتونو او په سیاسي او بشري حقونو چارو کې یې د افغانستان له خلکو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړی دی. دې کار د ثبات په راوستلو کې مرسته کړې او د بشري حقونو او د ټولو افغانانو د شمولیت د درناوي پر بنسټ یې د ادغام لپاره یوه روښانه لاره ټاکلې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ځانګړې استازې او د یوناما سرپرستې مشرې جورجیټ ګانیون وویل: " تېرو پنځو کلونو وښودله چې افغانان له لسیزو جګړو وروسته سولې او ثبات ته ډیر زیات ارزښت ورکوي."

میرمن ګانیون همدارنګه وویل: " خو دوامداره سوله او سوکالي یواځې د شخړو له نشتوالي پرته نورو ډیرو څیزونو ته اړتیا لري. د افغانستان راتلونکی د یوې داسې ټولنې په جوړولو پورې تړاو لري چې پکې د ټولو افغانانو حقونه او وړتیاوې درک شي او ټولې ادارې ځواب ویونکې او حساب ورکوونکې وي."

"د افغانانو، سیمې او نړیوالې ټولنې ګډ هدف روښانه دی. دې هدف ته د نږدې کیدو لپاره، برحاله چارواکي باید پر ښځو او نجونو محدودیتونه لرې کړي، دښوونې او روزنې، کارموندنې او عامه ژوند برخو کې د دوی بشپړ ګډون ته اجازه ورکړي، بنسټیز حقونه او آزادي خوندي کړي، او د امنیت او ترهګرۍ اړوند نړیوالو اندیښنو ته رسیدګي وکړي. دا د نړیوالو تمې او د افغانستان د اوږدمهاله ثبات او سوکالۍ لپاره اړینې پانګونې دي."

د ښځو او نجونو پر حقونو د برحاله چارواکو سخت محدودیتونه ژور ټولنیز او اقتصادي زیانونه له ځانه سره لري او افغانان به یې سمدستي او اوږدمهاله بیعې پرې کوي. دغه بندیزونه د پراخې نړیوالې ښکېلتیا او پانګونې پر وړاندې هم یو اصلي خنډ پاتې دی، پداسې حال کې چې دغهبندیزونه مدني حقونه، د بیان آزادي او د ښځینه بشري کارکونکو او د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو کار اغېزمنوي، او همدارنګه د افغانستان لپاره فرصتونه نور هم محدودوي چې له نړیوال ملاتړ او همکارۍ څخه په بشپړه توګه ګټه پورته کړي.

ترهګرۍ پورې تړلې اندیښنې د افغانستان اړیکې له خپلو ګاونډیو او په پراخه کچه له نړیوالې ټولنې سره پیچلې کوي. پداسې حال کې چې د افغانستان او د سیمې هېوادونو ترمنځ مهمې ښکیلتیا ځینې اقتصادي فرصتونه رامینځته کړي دي، دوامداره ثبات د بیلابیلو شته خطرونو اړوند پراخې نړیوالې ښکیلتیا ته اړتیا لري کوم چې د افغانستان اوږدمهاله ثبات او همدارنګه د سیمې او له سیمې ورهاخوا ثبات ګواښي.

یوناما پر نړیواله ټولنه غږ کوي چې خپلې اصولي او عملي ښکیلتیا ته دوام ورکړي، چې د افغانانو د هیلو ملاتړ وکړي او د افغانستان د اوږدمهاله بیارغونې او ادغام لپاره یوه جامع تګلاره رامنځته کړي.