کابل — په افغانستان کې د اقلیم نړیوالې ورځې نمانځنې سره سم، ټولنې په ټول هیواد کې د اقلیم او چاپیریال مخ پر زیاتیدونکو ننګونو سره لاس او ګریوان دي چې ورځ تر بلې د عاید پر سرچینو، د خوړو پر خوندیتوب او ثبات ناوړه اغیز کوي.
وچکالي او د اوبو کمښت تر ټولو پراخ ګواښونه پاتې دي. د هیواد له نیمايي زیات خلک ورڅخه اغیزمن شوي، چې اوږدې وچې مودې پر کرنه چې د کلیوالي خلکو د ژوند بنسټ دی، سخت منفي تاثیر کړی دی.
په ختیځو ولایتونو لکه ننګرهار کې، بزګران د حاصلاتو د پرله پسې ناکامیو راپورونه ورکوي، پداسې حال کې چې د اوبو د سرچینو کمښت پر ځمکه او اوبو د سیالۍ لامل ګرځي.
د ګوشتې ولسوالۍ یو بزګر د لرو پرتو سیمو اوسیدونکو مخ پر زیاتیدونکې بې ثباتي په اړه وویل: "زموږ سیند د وړاندوینې ندی. تیر کال هغه وخت وچ شو چې موږ ورته ډیره اړتیا درلوده؛ سږ کال بیا په دغه سیند کې سیلاب راغی او زموږ نیمایي فصل یې خراب کړ."
په سویلي ولایتونو لکه کندهار، هلمند، نیمروز، زابل او ارزګان کې وضعیت په ځانګړې توګه سخت دی. پرله پسې وچکالي، د باران کمیدل، او د ځمکې لاندې اوبو بې نظمه راایستل د اوبو سیسټمونه له جدي خطر سره مخ کړي دي. سیندونه وچيږي، د اوبو لګولو دودیز سیستمونه له منځه تللي، او ډیرې ټولنې اړ دي چې لا ژورې څاګانې وباسي، چې اکثره وخت بې پایلې وي.
د دې کار پایلې بیړنۍ او پراخې دي. کرنیز تولید کمېږي، پاکو اوبو ته لاسرسی محدودېږي، او کورنۍ د اوبو په لټه کې بې ځایه کېږي. د محدودو سرچینو پر سر زیاتیدونکې سیالي اندیښنې هم زیاتوي. که څه هم حل لارې شته، لکه د اوبو موثر لګول، د اوبو ښه مدیریت، او د بیا احیا کولو سیستمونه، خو دا چټک او همغږي پلي کیدو ته اړتیا لري. د سمدستي اقدام پرته، کارپوهان خبرداری ورکوي چې د سیمې ځینې برخې به د اوسیدو وړ پاتې نه شي.
په لویدیځه سیمه کې ټولنې له بیلو خو همدا شان جدي ننګونو سره مخ دي. پداسې حال کې چې غور او فراه په شان ولایتونه اوږده وچکالي تجربه کوي، نورې سیمې د درنو بارانونو او ناڅاپي سیلابونو له امله زیان ویني چې کورونه، کرنیزې ځمکې او زیربناوې له منځه وړي. خلک باید د اوبو له کمښت سره مقابله وکړي، په ورته وخت کې هغه څه بیا ورغوي چې د سیلابونو له امله ویجاړ شوي.
په نورو سیمو کې سخت اقلیمي وضعیت لا پسې شدید کیږي. په مرکزي او ختیځو ولایتونو لکه لوګر، پروان او کاپیسا کې سیلابونه زیات او ناڅاپي شوي، پداسې حال کې چې په سویل کې زورور بادونه او د دوړو طوفانونه فصلونه زیانمنوي او د تنفسي ناروغیو لامل ګرځي. دا ټول ګډ ګواښونه د خلکو بې ځای کیدو او بشري اړتیاوو زیاتیدو ته لاره هواروي.
د چاپیریال تخریب دغه فشارونه لا زیاتوي. په کونړ، نورستان او لوګر کې د ځنګلونو پرې کیدو د سیلابونو او د ځمکې ښوییدنې پر وړاندې طبیع خوندیتوب کم کړی ده، پداسې حال کې چې په بدخشان کې د څارویو زیات څرول او د ایکوسیستم تخریب د حیاتي تنوع د له منځه تلو لامل ګرځي. غیر منظم کان کیندنه هم خاوره زیانمنوي او د اوبو سرچینې ککړوي.
ښاري سیمې هم له فشار سره مخ دي. په کابل کې د هوا ککړتیا، په ځانګړې توګه د ژمي په میاشتو کې، یو لوی روغتیایي ګواښ دی چې د ټیټ کیفیت سون توکو او د کثافاتو ضعیف مدیریت له امله رامنځته کېږي. په ورته وخت کې په پنجشیر، کاپیسا او میدان وردګو کې د سیاحت زیاتوالي د سیندونو او درو ککړتیا زیاته کړې، چې د چاپیریال لپاره د پیاوړي مدیریت اړتیا څرګندوي.
سره له دې ننګونو، ټولنو اقدام ته مخه کړې ده.
د اقلیم اغیزو د حل لپاره هڅې د لویو زیربنایي پروژو او محلي حل لارو یوځای کول دي. د قوش تیپې کانال، چې د افغانستان له سترو اوبولګولو پروژو څخه ده، موخه لري چې د آمو سیند اوبه شمالي ولایتونو ته واړوي ترڅو د اوبولګونه پراخه او کرنیز تولید زیات کړي. که څه هم تمه کېږي چې دا پروژه به د خلکو ژوند ښه او د خوړو خوندیتوب پیاوړی کړي، خو د هغې اوږدمهاله اغیز به د اوبو پر دوامدار مدیریت پورې تړلی وي.
په ورته وخت کې د طبیعت پر بنسټ او د ټولنې په مشرۍ اقدامات هم پراخېږي. په دې کې د وچکالۍ پر وړاندې د مقاوت لرونکو بوټو کرل شامل دي ترڅو د شګو غونډۍ ټینګې کړي او د سیند غاړې خوندي کړي، او همدارنګه د اوبو لګولو د طریقو او د اوبو ساتلو سیستمونو ښه والی ترڅو له نادرو سرچینو څخه ساتنه وشي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د خپلو سیمه ییزو دفترونو له لارې د اقلیم د پوهاوي او د چاپیریال ساتنې هڅو څخه په ټول هیواد کې ملاتړ کوي. وروستیو نوښتونو چارواکي، د چاپیریال اړوند ادارې، خبریالان او ټولنې سره راټول کړي ترڅو دوامداره لارې چارې ترویج او عامه پوهاوی پیاوړی کړي.
په کابل کې د هودخیل د سیمې د ټولنې مشران له یوناما سره د ناپاکو اوبو د ایستلو، د څښاک د پاکو اوبو او د کثافاتو مدیریت په برخو کې همکاري کوي، او ورته فعالیتونه د جون په اوږدو کې په نورو ولایتونو کې هم ترسره کېږي.
د اقلیمي فشارونو زیاتیدو سره، همغږي اقدامات لکه د ټولنو، چارواکو، او شریکانو نښلول د مقاومت جوړولو او د افغانستان د طبیعي سرچینو ساتنې لپاره ډیر مهم دي.
د چاپیریال نړیوالې ورځې موخه دا ده چې نړیوال پوهاوی لوړ کړي او خلک وهڅوي ترڅو د چاپیریال ساتنې لپاره اقدام وکړي او دوامداره ژوند ته وده وکړي.


















