یوناما
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي

افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند بیانیه

UN Secretary-General, Antonio Guterres
UN Secretary-General, Antonio Guterres UN Photo / Mark Garten

د ملګرو ملتونو سرمنشي د طالبانو لخوا د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د دوامداره تبعیضي تګلارو په اړه ژوره اندیښنه لري، کوم چې د هغوی د ژوند په ټولو اړخونو اغېزه کوي. د عامه ژوند، ښوونې او روزنې او همدارنګه د کار په ډیری برخو کې د دوی پر بشپړ ګډون محدودیتونه د دوی بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، ټیکاو او له نړیوالې ټولنې سره د دې هېواد د بیا یوځای کېدو پر وړاندې لا هم یو مهم خنډ دی.

سبا، د سپټمبر ۷مه، یو کال پوره کیږي چې افغان میرمنې په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته له لاسرسي څخه منع شوې دي. دغه بندیزونه د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي، او د دې سازمان وړتیا کمزورې کوي چې خپل ماموریت ترسره کړي او افغان ولس ته ژوند ژغورونکې او نورې مرستې په داسې حال کې ورسوي، چې د اړتیاوو کچه ډیره لوړه ده.

د ملګرو ملتونو د ټولو کارکوونکو لپاره خپلو کار ځایونو ته بې خنډه لاسرسی زمونږ د ماموریت د ترسره کولو او د کلتوري دودونو سره سم د د زیان منونکو ډلو، په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته د مرستې رسولو او ملاتړ لپاره خورا مهم دی. په اغېزناکه او اصولي بڼه مرستې رسولو لپاره د دې ډاډ ترلاسه کول خورا مهم دي چې ښځې کولی شي نورو ښځو او نجونو ته بشري مرستې او اړین خدمتونه وړاندې کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له برحاله چارواکو خپله غوښتنه بیا تکراروي چې د ملګرو ملتونو پر افغان ښځینه کار کوونکو بندیز په سملاسي توګه لغوه کړي او په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو ودانیو ته د دوی خوندي او بې خنډه لاسرسی یقیني کړي.

نوموړی همداراز په ​​واکمنو چارواکو غږ کوي چې پر ښځو او نجونو لګول شوي ټول بندیزونه لرې کړي او د افغاني ټولنې په ټولو برخو کې د دوی حقونه په بشپړه، مساوي او اغېزمنه توګه خوندي کړي.

 

سټیفن دوجاریک، د ملګرو ملتونو د سر منشي ویاند

نیویارک، د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر ۶مه