د لیک او لوست دود شاوخوا ۴۵۰۰ کاله وړاندې په لرغوني بین النهرین (میسوپوټامیا)، چې اوسنی عراق دی، هغه مهال پیل شو کله چې واکمنانو د خوړو د زیرمو، د سوداګرۍ او حکومتولۍ اړوند نورو مهمو معلوماتو ثبتول پیل کړل. خو یوازې شپږ لسیزې دمخه نړیوالې ټولنې په رسمي ډول دا ومنله چې خلک کولای شي د سواد له لارې په کرنه، روغتیا، کارموندنه، د ټولنې پراختیا، او په پراخ ټولنیز او اقتصادي ژوند کې بشپړه ونډه واخلي.
په ۱۹۶۵ کال کې د بې سوادۍ د له منځه وړلو په اړه د پوهنې وزیرانو په نړیوال کنفرانس کې، چې د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) له خوا جوړ شوی و، غړو هېوادونو ټینګار وکړ چې سواد باید خلک پیاوړي کړي څو خپل ژوند او معیشت ښه کړي، له همدې امله سواد یو له بنسټیزو بشري حقونو څخه ګڼل کېږي.
دغه مهم پړاو د سواد اړوند نړیوالو هڅو، څېړنو، تګلارو جوړونې او پروګرامونو د پیل لامل شو. دغه کنفرانس همدارنګه په ۱۹۶۶ کال کې د سواد نړیوالې ورځې د رامنځته کېدو لامل شو، چې هر کال د سپټمبر په اتمه نمانځل کېږي.
په افغانستان کې یونیسکو، د ملګرو ملتونو نورو ادارو او نړیوالو شریکانو له لسیزو راهیسې د سواد زده کړې له نوښتونو ملاتړ کړی، خو د څه باندې ۴۰ کلونو جګړو او بې ثباتۍ د پرمختګ بهیر په پراخه کچه اغېزمن کړی دی.
د یونسکو د ۲۰۲۲ کال د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د سواد کچه ۳۷.۳ سلنه وه، چې پکې د ښځو د سواد کچه ۲۲.۶ سلنه او د نارینه وو د سواد کچه ۵۲.۱ سلنه وه.
سره له دې چې په دغه هېواد کې ګڼې ټولنیزې او اقتصادي ستونزې شته، خو د هېواد په ګوټ ګوټ کې افغانان هڅه کوي چې له بې سوادۍ څخه ځانونه وباسي او هغه مهارتونه زده کړي چې دوی یې د ژوند بدلوونکي بولي.
د افغانستان په لویدیځ غور ولایت کې ۳۸ کلنه فریبا له تېرو دوو کلونو راهیسې د سواد زده کړې په ټولګیو کې ګډون کوي.
"اوس چې زه بازار یا روغتون ته ځم، زه کولی شم لوحې او د درملو پر پاکټونو لیکل شوي معلومات ولولم، خپل نوم لیکلی شم او ان له خپلو ماشومانو سره د دوی د ښوونځي په کورنیو دندو کې مرسته کولی شم. زه کولی شم ښه ژوند ولرم."
د افغانستان په ختیځ لغمان ولایت کې ۲۸ کلنې بي بي زرغونې ته ورځني کارونه، لکه د خپلې پیژندپاڼې شمېره لوستل یا په بازار کې پیرودل، ستونزمن وو، ځکه چې هغې لیک لوست نه شو کولی. د خپل وضعیت د بدلولو لپاره یې کلک هوډ درلود، نو د راډیويي خپرونو له لارې یې د سواد زده کړې په یوه پروګرام کې نوم لیکنه وکړه.
هغې زیاته کړه: "په دې پروګرام کې موږ له یوې مجلې او یو کتاب سره بلد شو چې ما واخیستل. د راډیويي درسونو په لارښوونه مې د لیک او لوست زده کړه پیل کړه. الحمدلله، زما په ژوند کې د پام وړ بدلون راغلی."
"زما لپاره سواد یوازې د کتابونو خبره نه ده. دا د اسانتیا، پر ځان د باور او نوو فرصتونو پر لور یوه دروازه ده. زه د راډیو له پروګرام او له ټولو هغو کسانو څخه چې زموږ لپاره یې د زده کړې زمینه برابره کړه، د زړه له تله مننه کوم. هیله لرم چې نور خلک هم، عمر ته له پام پرته، د زده کړې هڅه وکړي، ځکه د زده کړې لپاره هیڅکله ناوخته نه وي."
د راډیو له لارې زدهکړو ۱۷ کلن محمد رحمان سره هم مرسته کړې، څو خپل د سواد مهارتونه لا پیاوړي کړي. نوموړی د افغانستان سوېل ختیځ پکتیا ولایت په یوه لرې پراته کلي کې ژوند کوي.
"د سواد او زدهکړې له برکته ما وکولای شول بېلابېل کتابونه ولولم او پوهه ترلاسه کړم. د همدې پوهې له امله خلک کله ناکله ما ته د مشورې لپاره راځي، او زه هم هغوی ته ګټورې لارښوونې کوم. همدارنګه، د زده کړو پر بنسټ بېلابېل کارونه ترسره کوم او پرېکړې کوم، چې دې هر څه زما لپاره خورا ډېرې ګټې لرلې دي."
د نادرې لپاره، د لوست زده کړه د ژوند یوه ستره هیله وه. هغې په دې وروستیو کې د افغانستان د مرکزي سیمې په بامیان ولایت کې د سواد زده کړې په یوه کورس کې نوم لیکنه کړې، لا له وړاندې یې عملي ګټې لیدلې دي. د خپلو نوو ترلاسه شویو مهارتونو په برکت، نوموړې وتوانیده چې د خیاطې دنده ترلاسه کړي.
"زه خوشحاله یم چې اوس کولی شم د خپلو شخصي لګښتونو د یوې برخې په برابرولو کې مرسته وکړم."
نادره په خپل وزګار وخت کې د هڅوونکو او الهامبښونکو کتابونو او همدارنګه د ناولونو له لوستلو خوند اخلي.
هغې په موسکا وویل: "دا مهال د "بې بنده ژوند" کتاب لولم او تر اوسه دویم څپرکي ته رسیدلې یم."
یونیسکو په ۲۰۱۴ کال کې له پوهنې وزارت سره نږدې کار وکړ څو د ځوانانو او لويانو د سواد زده کړې او بنسټیزې زده کړې (YALBE) لپاره د نصاب چوکاټ جوړ کړي.
د سواد زده کړې په چټک پروګرام کې د ښوونکو لپاره له لومړي ټولګي څخه تر نهم ټولګي پورې په دریو کچو کې لارښودونه، د ارزونې وسایل او لنډ شوي درسي مواد شامل دي.
نن ورځ دا پروګرام د عامه بنسټونو او د ټولنې پر بنسټ د پلي کیدونکو میکانیزمونو له لارې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د خلکو د سواد د کچې د لوړولو ملاتړ کوي.
سږ کال یونیسکو "د خلکو، نړۍ او سوکالۍ لپاره سواد" د سواد نړیوالې ورځې موضوع ټاکلې ده. دغه موضوع د خلکو پر ژوند، د سوکاله ټولنو په جوړیدو او پر یوه باثباته راتلونکي د سواد پراخ اغېز څرګندوي.





