یوناما
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي

په بدخشان کې یوناما د ښځو او دوامدارو معیشتي فرصتونو څخه خپل ملاتړ بیا تکراروي

DSRSG Gagnon in Badakhshan

بدخشان - د بدخشان ولایت د سفر په ترڅ کې، د یوناما سرپرستې مشرې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیالې جورجیټ ګانیون له سیمه ییزو چارواکو، د سیمې له مشرانو او نورو اړوندو لورو سره په یاد ولایت کې د خلکو پر ژوند د بیلابیلو ستونزو د اغیزو په اړه، په ځانګړي ډول د ښځو د وضعیت او د مخدره توکو د اغیزو د کمولو لپاره د روانو هڅو په اړه خبرې وکړې.

په فیض‌ آباد کې نوموړې له ښځینه سوداګرو سره ولیدل او همدارنګه د نشه‌ یي توکو د درملنې او بیارغونې له مرکز څخه یې هم لیدنه وکړه چې د ملګرو ملتونو لخوا ورسره مرسته کیږي. په خاش ولسوالۍ کې، هغې د ښځو لپاره له یوه خوندي مرکز او د ښځو تر مشرۍ لاندې د لبنیاتو د پروسس له یوې مؤسسې څخه کتنه وکړه، چې د کوکنارو د کرکیلې لپاره یو عملي او دوامداره بدیل برابروي.

اغلې ګانیون یو ځل بیا د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې له ټولنو سره د ملګرو ملتونو پر دوامدار ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د بدیلو پراختیايي فرصتونو او باثباته معیشتي لارو چارو په برخه کې لا ډیرو پانګونو ته اړتیا ده.