په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د ملګرو ملتونو ځانګړی سیاسي ماموریت دی چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې کولو دنده لري. یوناما د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۴۰۱ شمېرې پرېکړه لیک له مخې د ۲۰۰۲ کال د مارچ پر ۲۸مه نېټه رامنځته شوې ده.
