افغانستان د چاودیدونکو توکو د قربانیانو له اړخه په نړۍ کې درېم ځای لري، چې هره میاشت پکې نږدي ۵۰ کسان وژل کېږي یا ټپیان کېږي - چې نږدې ۸۰ سلنه یې ماشومان دي. یعنې هره ورځ لږ تر لږه یوه پېښه رامنځته کېږي، چې قرباني یې ډیری وخت یو ماشوم وي. د دې پېښو نږدې ۹۰ سلنه قربانیان د ناچاودو توکو او هغو مهماتو له امله دي چې د تېرو ۴۰ کلونو شخړو څخه پاتې دي.
په افغانستان کې له زر کیلومټره مربع ډیره ځمکه پر ناچاوده توکو ککړه پېژندل شوې، چې دا مساحت د ۱۴۰ زره فوټبال لوبغالو څخه هم زیات دی.
شاوخوا ۳ میلیونه کسان، نږدې ۹۰۰ تعلیمي مرکزونه، او له ۲۰۰ څخه ډېر روغتیایي مرکزونه د چاودیدونکو توکو له امله د ککړو سیمو په یو کیلو میټرۍ کې پراته دي. دا شمېرې ښايي ډېرې لوړې وي، ځکه چې ډېرې ولسوالۍ لا تر اوسه په بشپړه توګه نه دي سروې شوي.
د ماین پاکۍ پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه د بوديجې نشتوالی دی. د واکمنو چارواکو ملاتړ موجود دی، د امنیتي وضعیت د ښه والي له امله په ټول هېواد کې لاسرسی ممکن شوی، او افغانستان د ماینونو ضد ټولو نړیوالو کنوانسیونونو لاسلیک کوونکی هېواد دی.
که مالي ملاتړ زیات شي، نو دا یو ریښتینی فرصت دی چې دا هېواد له دې ککړتیا څخه پاک شي، او افغانان به وکولای شي خپل ژوند او معیشت د جګړې د پاتې شونو له ګواښ پرته پرمخ بوزي.





