یوناما
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي

ملګرو ملتونو او نادولتي مؤسسو (انجوګانو) د ایران او پاکستان څخه د دوه اعشاریه اوه میلیونه راستنېدونکو افغانانو لپاره د ۵۲۹ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د بشري مرستو برابرولو پلان تطبیق پیل کړ

UN and NGOs launch 529 million USD response plan for 2.7 million Afghan returnees from Iran and Pakistan

کابل - ملګرو ملتونو او ملي او نړیوالو نادولتي همکارو مؤسسو نن رسماً د ۲۰۲۶ کال لپاره راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستو پلان (RPAR) تطبیق پیل کړ. دا یوه داسې هر اړخیزه ستراتیژي ده چې له راتګ څخه تر بیا یوځای کېدو پورې د مرستو پر دوام متمرکزه ده او موخه یې د هغو اټکل شوو دوه اعشاریه اوه میلیونه افغانانو ملاتړ دی چې اټکل کېږي د ۲۰۲۶ کال د اپرېل او ډسمبر میاشتو ترمنځ له ایران او پاکستان څخه بېرته افغانستان ته راستانه شي.

د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې، نږدې پنځه اعشاریه نه میلیونه افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي چې په لږ تر لږه دوو کلونو کې د افغانستان په نفوسو کې یې له شاوخوا ۱۰ څخه تر ۱۲ سلنه زیاتوالی راوستی دی۲۰۲۶ کال لپاره د نفوسو کال په کال سنجش شوی دوه اعشاریه څلور اویا سلنه زیاتوالی په دې کې شامل نه دی). یوازې په ۲۰۲۵ کال کې دوه اعشاریه نه میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شول، او د ۲۰۲۶ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې نور ۶۰۰ زره کسان هم خپل هېواد ته راغلل، چې ډېری یې د ګاونډیو هېوادونو د اخراج او شړلو د سختو تګلارو او د خوندیتوب د راکمېدونکي چاپېریال له امله په جبري شرایطو کې بېرته راستانه شوي دي. د ۲۰۲۶ کال د پلان له مخې اټکل کېږي چې په راتلونکو اتو میاشتو کې به نور یو اعشاریه اوه میلیونه له ایران او یو اعشاریه یو میلیونه له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مېشت او د بشري مرستو سرپرست همغږي کوونکي، ډاکټر تاج الدین اویویلي، وویل:

دا یوازې لنډمهاله سرحدي پېښه نه ده. دا یوه ژوره نفوسي او پراختیایي ننګونه ده چې دوامداره، اصولي او بشپړ تمویل شوي غبرګون ته اړتیا لري. له نیمایي زیات راستنېدونکي کډوال ښځې او ماشومان دي، چې ډېری یې له افغانستانه بهر زېږېدلي او لوی شوي دي. هغوی له خپلو اصلي سیمو سره یا کمزورې اړیکې لري او یا یې هېڅ نه لري. که چېرې د معیشت، استوګنځای، پاکو اوبو، روغتیا او خوندیتوب په برخو کې سملاسي او منځمهاله پانګونه ونه شي، موږ به د دویم ځل بې ځایه کېدو، د بېوزلۍ لا زیاتېدو او ټولنیزو کړکېچونو له خطر سره مخ شو، چې راستنېدونکي او کوربه ټولنې دواړه به اغېزمن کړي، هغه ټولنې چې وار دمخه تر خپله حده تر فشار لاندې دي“.

د ۲۰۲۶ کال لپاره راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستو پلان د دوه ردیفه ستراتیژۍ پر بنسټ جوړ شوی دی، چې د سرحدي (بیړنیو او ژوند ژغورونکو) او د بیا یوځای کېدو (منځمهاله او اوږدمهاله اړتیاوو) برخو کې د پانګونې پر اهمیت ټینګار کوي.

  • په پولو کې د مرستو برخه (۱۰۰،۷ میلیونه امریکایي ډالر): په دې برخه کې د بېلابېلو سکتورونو ژوند ژغورونکې مرستې شاملې دي لکه؛ د څو موخو لپاره نغدي مرستې، روغتیا، تغذیه، خوندیتوب، د اوبو، نظافت او حفظ الصحې(WASH) خدمتونه او ترانسپورټ چې د ایران او پاکستان په مهمو رسمي سرحدي لارو کې د سرحدي کنسرسیوم له لارې چې د کډوالۍ نړیوال سازمان یې مشري کوي، راستنېدونکو کډوالو ته رسول کېږي.

  • د راستنېدنې په سیمو کې د بېرته یوځای کېدو برخه (۴۲۸،۵ میلیونه امریکایي ډالر): دا د سیمې پر بنسټ او د ټولې ټولنې لپاره یوه ستراتیژي ده چې په ۳۵ لومړیتوب لرونکو ولسوالیو کې پلي کېږي. دغه ولسوالۍ د ګډې زیان مننې شاخص (CVI) له مخې په ګوته شوې دي، چې پکې د راستنېدونکو اټکل شوی د شمېر زیاتوالی، د وچکالۍ شدت، د خوړو عدم مصؤونیت، او موجوده داخلي بې ځایه کېدنه د ولسوالۍ په کچه د شته معلوماتو پر بنسټ ارزول شوي دي. مرستې به د بنسټیزو خدمتونو لکه تعلیم، روغتیا، اواوبو، نظافت او حفظ الصحې ته بېرته د خلکو د لاسرسي برابرولو، د اقتصادي فرصتونو او پایدارو معیشتي سرچینو رامنځته کولو، او د استوګنې او ځمکو د حقونو د خوندي کولو پر برخو متمرکزې وي چې خوندیتوب، جنسیتي برابري او ټولنیز انسجام به د ټولو په مرکزیت کې وي.

دغه پلان د بشري، پراختیایي او سولې (HDP) اړیکه په عمل کې پلې کوي، چې بیړنۍ بشري مرستې د اوږدمهاله مقاومت مرستو سره نښلوي څو خوندي، شرافتنمندانه او دوامداره حل لارې لا پیاوړې کړي.

د افغانستان لپاره د ورلډ ویژن انټرنیشنل مشرې، آغلې تهمیندري ډي سیلوا، زیاته کړه: د اړتیاوو کچه ډېره لوړه ده، خو د ملګرو ملتونو ادارو، نادولتي مؤسسو او زموږ د همکارو شریکانو ګډ ظرفیت هم پیاوړی دی. یوازې سرحدي کنسرسیوم ۱۰۰،۷ میلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا لري. دغه ارقام یوازې د تر ټولو زیان منونکو راستنېدونکو ۴۰ سلنه تر پوښښ لاندې راولي، حال دا چې ۷۰ سلنه یې زموږ د زیان مننې معیارونه پوره کړي دي. په پولو کې د تمویل کمښت د خطرونو په له منځه وړلو او د پایداره بېرته یوځای کېدو او ادغام د ملاتړ په برخه کې زموږ پر وړتیاوو باندې مستقیمه اغېزه کوي“.

دغه د پیل غونډه په کابل کې ترسره شوه او د تمویلوونکو هېوادونو، د ملګرو ملتونو ادارو، نادولتي مؤسسو او رسنیو استازو پکې ګډون کړی و. د غونډې د جریان ثبت او د مرستو بشپړ پلان به د غوښتنې پر مهال وړاندې شي.

ملګري ملتونه او نادولتي شریکې همکارې ادارې له تمویلوونکو څخه په کلکه غواړي چې د ۲۰۲۶ کال لپاره د راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستو پلان بشپړ مالي تمویل وکړي، څو د بشري او خوندیتوب بحران د لا خرابېدو مخه ونیول شي او د میلیونونو افغانانو لپاره د بیارغونې، پایداره بیرته یوځای کېدنې او مقاومت بنسټ جوړ شي.