کابل، د اګست ۱۰ مه -په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) نن د ۳۸ مخونو یو راپور خپور کړ چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د برحاله چارواکو لخوا د خپلو لومړنیو امنیتي ادارو د څارنې او حساب ورکولو اړوند ترسره شوې هڅې څیړي، پداسې حال کې چې د روڼوالي او اقداماتو په برخو کې تشې په ګوته کوي.
د یوناما راپور موندلي چې برحاله چارواکو د مهمو امنیتي ادارو دننه د لارښودونو او داخلي څار واحدونو او همدارنګه د برحالهامنیتي پرسونل د ناوړه چلند د مخنیوي په پار د نويو ادارو رامنځته کولو له لارې د ډسپلین تحقق او نظارت ترسره کولوپه موخه ګامونه پورته کړي دي.
یوناما موندلي، پداسې حال کې چې دا ډول ګامونه پورته شوي، خو د برحاله امنیتي ادارو لخوا د نظارت او حساب ورکولو اړوند دغه اقدامات له کافي روڼوالي سره مل نه وو. په دې ادارو کې د برحاله امنیتي او تصفیې کمیسیون، د برحاله فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوي ریاست،برحاله د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د شکایتونو اوریدلو کمیسیون او برحاله ستره محکمه شامل دي، چې د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره رامنځته شوي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیالې او د یوناما سرپرستې مشرې، جورجیټ ګانیون وویل: " د ترلاسه شویو شکایتونو، ترسره شویو تحقیقاتو او د اړوندو برحاله ادارو لخوا د ترسره شویو انضباطي یا قضایي ګامونو پورته کولو په اړه محدودو عامه معلومات، باور اغیزمن کوي او د بیا ترسره کیدو څخه مخنیوی کمزوری کوي."
میرمن ګانیون همداراز وویل: " د حساب ورکولو ښکاره او دوامداره اقدامات ښیي، دهغو کسانو په ګډون چې واک یې په لاس کې دی، قوانین په مساوي ډول او په هر شخص باندې پلي کیږي. د حساب ورکولو بهیر ښه کول د برحاله چارواکو قانوني مکلفیت دی او د حکومتولۍ ښه کولو او د بشري حقونو درناوي لپاره یو اړین ګام دی چې د افغانستان په ثبات او نړیوالو مکلفیتونو سره د مطابقتپر بنسټ، په نړیواله ټولنه کې د هیواد مدغم کیدو سره مرسته کوي."
یوناما هغه موارد مستند کړي چې پکې برحاله چارواکو د امنیتي پرسونل د راپور شويو ناوړه چلندونو په اړه نیونې او تحقیقات ترسره کړي او برحاله نظامي محکمو ته یې راجع کړي دي. په ورته وخت کې، د راپورونو له مخې ډیری شکایتونه حل شوي ندي، پداسې حال کې چې د غچ اخیستنې له ویرې، په واکمنو ادارو د باور نشتوالی، او خنډونوله مخې - په ځانګړې توګه د هغو میرمنو لپاره چې په خپل ورځني ژوند کې له ډیرو محدودیتونو سره مخ دي - د ادعا شويو ناوړه چلندونو راپور ورکول مختل شوي دي.
یوناما سپارښتنه کوي چې د افغانستان برحاله چارواکي په ټولو امنیتي ادارو کې حساب ورکول پیاوړي کړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې روښانه قواعد، طرزالعملونه او د چلند اړوند قوانین د نړیوالو معیارونو سره سم شتون لري او د ټول پرسونل لخوا یو شان پلي کیږي. پدې کې د هغو قوانینو روښانه کول شامل دي چې د ځواک کارول، نیول، بندي کول، تلاشي کول او د ګڼې ګوڼې تنظیم، د مسلکي چلند روښانه معیارونه رامنځته کول، ټول پرسونل لخوا د ناوړه چلند راپور کول او قوماندانانو لخوا د انضباط د پلې کولو مسؤلیت تنظیموي. راپور پر دې هم ټینګار کوي چې حساب ورکول باید د روزنې، څارنې، چټکو او بې پرې تحقیقاتو له لارې د عملیاتو د مخه، د عملیاتو په جریان کې او همدارنګه له عملیاتو وروسته پلې شي، او د اړتیا سره سم جدي قضیې محاکمو ته راجع شي.
راپور همدارنګه د لاسرسي وړ، خوندي او د شکایتونو د هر اړخیزو میکانیزمونو د رامنځته کولو غوښتنه کوي ترڅو ټولو اشخاصو ته پرته له دې چې جنسیت یې په پام کې ونیول شي اجازه ورکړي چې د غچ اخیستنې یا تبعیض له ویرې پرته خپلې اندیښنې شریکې کړي، او د قربانیانو، شاهدانو او د سرغړونو افشا کوونکو خوندیتوب یقیني کړي. دا راپور د څارنې، شکایتونو ته د رسیدګۍ او تحقیقاتي بهیرونو کې د لاسوهنې مخنیوي لپاره د اقداماتو غوښتنه کوي، او همدارنګه د شکایتونو، د ناوړه چلند قضیو او د امنیتي ادارو، نظارتي ادارو او محاکمو لخوا ترسره شويو اقداماتو په اړه د منظمو عامه راپورونو له لارې د لازیات روڼوالي سپارښتنه کوي. سربیره پردې، یوناما د معلوماتو راټولولو او ریکارډ ساتلو پیاوړي سیسټمونه هڅوي ترڅو د ناوړه چلند د څرنګوالي د پیژندلو او د پرمختګ اندازه کولو کې مرسته وکړي. راپور په ډاګه کوي چې روښانه او دوامداره حساب ورکول به تخصص او په امنیتي ادارو د خلکو باور پیاوړی کړي، دا د افغانستان د ملي پراختیا لومړیتوبونو او نړیوالې ښکیلتیا اړوند موخو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.





