یوناما
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي په کابل کې د هوايي برید غندنه کوي او د اوربند غوښتنه کوي

SG Antonio Guterres

د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په کابل کې، د مارچ د ۱۶مې نېتې هوایي برید په کلکه غندي، چې د راپورونو له مخې پکې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

سرمنشي یادونه کوي چې د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې، ناروغان، روغتیایي کارکونکي او د روغتونونو په ګډون، د روغتیایي تاسیساتو باید په هر وخت کې درناوی او ساتنه وشي. نوموړی د پېښې په اړه د خپلواکې او بې پرې څېړنو غوښتنه کوي.

سرمنشي د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي او ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا هیله کوي. هغه د دښمنیو د کمولو او د تاوتریخوالي د سملاسي بندولو غوښتنه تکرار کړه او له ټولو ښکېلو خواوو یې وغوښتل چې د نړیوالو قوانینو له مخې خپل مکلفیتونه پوره کړي، چې پکې د ملکي وګړو ساتنه هم شامله ده.

سرمنشي پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې خپلې ستونزې د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره سم د سوله ییزو خبرو اترو له لارې حل کړي.

د سرمنشي د ویایند بیانیه چې د مارچ میاشتې په ۱۸مه نیټه وړاندې شوه دلته ترلاسه کړئ.