کابل – د هنر او عکاسۍ یو ځانګړی نندارتون چې د افغان ښځو هنري آثار پکې شامل وو، د کابل په ملی هنري ګالري کې نندارې ته وړاندې شو ترڅو د هغوی ونډه او رول په ټولنه کې ونمانځل شي.
د تخلیق ځواک په نوم د دغه نندارتون یوه ځانګړې برخه د فبروري له ۲۴مې څخه د مارچ تر ۲مې پورې په ملي هنري ګالري کې ترسره شوه او وروسته په بشپړ ډول، د مارچ په ۶مه نیټه په کابل کې د ملګرو ملتونو په انګړ کې نندارۍ ته وړاندې شو.
په دغه نندارتون کې د هنرستان، د یونایټډ ستارز اکاډمۍ او له نورو ګڼ شمېر هنري ګالریو څخه د ښځینه زده کوونکو هنري آثار نندارې ته وړاندې شول.
د عکاسۍ ټولګه د انجنیرۍ، طب، سوداګرۍ، او هنري برخو په ګډون په ګڼ شمېر نورو مسلکونو کې د ښځو انځورونه وړاندې کوي.
د انځورونو هرې مجموعه کې دوه انځورونه شامل وو - یو یې د ښځو سره او بل یې له هغوی پرته وو – چې عامه ژوند څخه د ښځو د ګوښه کولو له امله رامنځته شوې د پام وړ خلا په ګوته کوي.
د دغه نندارتون بشپړ انځورنه دلته ترلاسه کړئ






