کابل، د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر ۱۸مه – رباب فاطمې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د مشرې په توګه خپله دنده پیل کړه.
میرمن فاطمه په ملي او نړیوالو عامه خدمتونو کې له ۳۰ کلونو څخه زیاته تجربه لري، چې پکې دوه اړخیزه او څو اړخیزه ډیپلوماسي، پالیسي جوړونه، مدافعې، او د پروګرامونو د پلان جوړولو او پلي کولو پراخه وړتیا او تخصص شامل دي.
له اوسنۍ دندې مخکې، هغې د لږ پرمختللو هیوادونو، وچه کې راګیر مخ پر ودې هیوادونو او د کوچنیو ټاپوګانو مخ پر ودې هیوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې او لوړپوړې استازې په توګه دنده ترسره کوله.
له دې وړاندې، هغه په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د بنګله دیش سفيره او دایمي استازې پاتې شوې (۲۰۱۹-۲۰۲۲). په دې دنده کې، هغې د يونسف (۲۰۲۰) او د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې (۲۰۲۲) د عامل پلاوو د مشرې په توګه، او همدارنګه د UNDP/UNFPA/UNOPS د عامل پلاوي د مرستیالې په توګه (۲۰۲۱) دندې ترسره کړې دي. میرمن فاطمه لومړنۍ ښځه وه چې په ۲۰۲۲ کال کې د سولې جوړونې کمیسیون د مشرې په توګه وټاکل شوه. نوموړې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۷مې غونډې د مرستیالې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
د مسلکي ډیپلوماتې په توګه، میرمن فاطمې په جاپان کې د بنګله دیش سفیرې (۲۰۱۶-۲۰۱۹)، په بنګله دیش کې د بهرنیو چارو وزارت د عمومي رییسې په توګه (۲۰۱۵-۲۰۱۶) او همدارنګه په نیویارک، جنیوا، بیجنګ او کلکته کې د بنګله دیش په ماموریتونو او د بهرنیو چارو په وزارت کې په بیلابیلو څوکیو دندې ترسره کړې دي.
اغلې فاطمې د کډوالۍ په نړیوال سازمان (IOM) کې د سویل او سویل لویدیزې اسیا لپاره د سیمه ایزې سلاکارې او د اقلیم بدلون او مهاجرت لپاره د سیمه ایز سلاکارې په توګه (۲۰۱۲-۲۰۱۵) او همدارنګه د سویلي اسیا لپاره د سیمه ایزې استازې په توګه (۲۰۰۷-۲۰۱۱) هم دندې ترسره کړې دي. نوموړې په لندن کې د ګډو ګټو هیوادونو په سکرتریت کې د بشري حقونو مشره هم پاتې شوې ده (۲۰۰۶-۲۰۰۷).
اغلې فاطمه د متحده ایالاتو د ټفټس پوهنتون د فلیچر د حقوقو او ډیپلوماسۍ له پوهنځي څخه په نړیوالو اړیکو او ډیپلوماسۍ کې د ماسټرۍ او همدارنګه داسټرالیا د کانبیرا له پوهنتون څخه په ټولنیزو علومو کې د لیسانس سندونه لري. د خپلې مورنۍ بنګالي ژبې سربیره، هغه په انګلیسي ژبه هم خبرې کوي او همدارنګه د هندي او اردو ژبو کاري پوهه هم لري.





