یوناما
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي

یوناما په افغانستان کي د ملکي وګړو مرګ ژوبله تاییدوي

Civilian casualties

کابل - یوناما تایید کړې چې د افغانستان په کونړ او هلمند ولایتونو کې نن سهار په ترسره شویو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي، چې ډېری یې ماشومان دي وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

ملکي وګړي لا هم د پولې دواړو خواوو ته د وسله والو شخړو له امله اغېزمن کېږي. یوازې یوه اونۍ وړاندې، د سپتمبر په ۲۱مه، یوناما تایید کړه چې په کونړ ولایت کې په یوه بل هوايي برید کې لږ تر لږه درې ملکي وګړي ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

تر دې مهاله، یوناما په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د پولې هاخوا وسله وال تاوتریخوالي له امله د ۱۱۰۰ څخه زیاتو ملکي وګړو د وژنې او ټپي کیدو پیښې ثبت کړې دي.

یوناما د تاوتریخوالي کمولو، خبرو اترو، نړیوالو قوانینو ته د درناوي او ملکي وګړو ته د نورو زیانونو د مخنیوي لپاره خپله غوښتنه بیا تکراروي.

د ملکي وګړو مرګ ژوبلې او د نورو بشري حقونو په اړه تازه معلومات او راپورونه دلته ترلاسه کړئ.