کابل - په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د افغانستان د واکمنو چارواکو لخوا د ناڅرګندو تورونو پر بنسټ د لږترلږه دریو خبریالانو د توقیف په اړه ژوره اندیښنه څرګندوي.
یوناما د هغو راپورونو په اړه هم اندیښنه څرګندوي چې واکمنو چارواکو پر خبریالانو د برید او دهغوی د تلاشۍ پر مهال دهغوی توکي ضبط کړي دي.
یوناما د توقیف شویو خبریالانو د نیول کیدو د قانوني اړخ او هر ډول تورونو د روښانه کولو غوښتنه کوي، او په دې بهیر کې باید د توقیف شویو کسانو حقونو ته په هر وخت درناوی وشي.
ازادې، خپلواکې او خوندي رسنۍ د روڼتیا، حساب ورکولو او د افغان ټولنې د هوساینې لپاره خورا اړینې دي.
یوناما واکمن چارواکي هڅوي چې د بشري حقونو د نړیوال قانون تر چتر لاندې خپل مکلفیتونه مراعات کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې خبریالانکولای شي له ډار، ځورونې یا د غچ اخیستنې له ویرې پرته خپل کار ته دوام ورکړي.





