کابل - افغانستان د نړیوال اقلیمي ناورین په لومړۍ کرښه کې دی. د اقلیمي اغېزو د مدیریت له پلوه دا هېواد د نړۍ تر ټولو زیان منونکی او د لږ چمتو هېوادونو له ډلې څخه شمېرل کېږي. ولسونه لا دمخه د بشري اړتیاوو زیاتوالي او د بې ځایه کېدو په څېر له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
دې وضعیت ته په کتو، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د ساموېل هال، چې د پالیسۍ یو خپلواک څېړنیز مرکز دی، سره په ګډه، د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې د شپږو برخو سیمینارونو یوه لړۍ پیل کړه، تر څو افغانان ترې خپل غږ پورته کړي، شواهد شریک کړي، او د اقلیم د ملاتړ لپاره رامنځته شوې هڅې دوامدارې او لا پیاوړې کړي.
دې لړۍ افغان متخصصین، تخنیکي کارپوهان، د بشري مرستو او پرمختیايي چارو عملي کارکوونکي، د ملګرو ملتونو ادارې، نادولتي مؤسسې، او سیمه ییز لوري د حل لارو موندلو په موخه د هر اړخیزو بحثونو لپاره سره راټول کړل. په داسې حال کې چې افغانستان په لویه کچه د نړیوالو اقلیمي فورمونو څخه بهر پاتې شوی دی، دې لړۍ د خبرو اترو لپاره یو مهم پلېټ فارم برابر کړ.
دې بحثونو په هېواد کې د اقلیمي اغېزو کچه او بیړنۍ اړتیا، او همدارنګه د اقدام لپاره لومړیتوبونه په ګوته کړل.
نږدې ۷۰ سلنه افغانان د خپل معیشت لپاره د اقلیم له اړخه پر حساسو کرنیزو توکو تکیه کوي، په داسې حال کې چې میلیونونه خلک د خوړو د ناامنۍ له زیاتیدونکي ګواښ سره مخ دي. د اوبو د بدلېدونکي دوران له امله په ټول هېواد کې اوبه سختې کمې شوې دي، او د کابل په څېر ښاري مرکزونه د ځمکې لاندې اوبو له جدي کمښت سره مخ دي. په ورته وخت کې، نا اټکل شوي موسمي سیلابونه په دوامداره توګه د خلکو ژوند، کورونه او شتمنۍ ویجاړوي، چې دا حالت ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو دی.
ګډونوالو د اقلیم له وجې د بې ځایه کېدو بهیرونو په اړه وویل، چې د داخلي بې ځایه کېدو یوه د پام وړ برخه د چاپېریال له ټکانونو سره تړاو لري، په داسې حال کې چې له پولې اخوا ډیری خوځښتونه د معیشت په اړه د اقلیم د منفي اغېزو له امله رامنځته کېږي.
د شپږو غونډو په ترڅ کې، ګډونوالو مهم موضوعات وڅېړل، چې پکې د اقلیمي بدلون بشري اغېزې، د اوبو د سرچینو مدیریت، د ښځو، ځوانانو او ماشومانو رول، د اقلیم د بدلون او معیشت ترمنځ اړیکې، اقلیمي مالي سرچینې، او همدارنګه د اقلیمي اغېزو، سولې او امنیت ترمنځ اړیکې شاملې وې.
دغو بحثونو دا روښانه کړه چې ستونزې که څومره پېچلې دي، خو په سیمه ییزه کچه د مرستې لپاره قوي هوډ او د پام وړ تخصص هم شته دی.
د انلاین سیمینارونو دغه لړۍ له لنډیزونو، یادښتونو او ثبت شویو ریکارډونو سره مله ده، چې مهم لیدلوري، شواهد او عملي سپارښتنې رانغاړي.
دغه سرچینې پالیسي جوړوونکو، عملي کارکوونکو، تمویلونکو او څېړونکو لپاره لارښود برابروي او د پروګرامونو د پلي کېدو لپاره اساسي ټکي او هغه برخې په ګوته کوي چې لا زیاتې همکارۍ او پانګونې ته اړتیا لري.
یوناما، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لخوا ورته د افغانستان د تابیا، او ټولنیز او اقتصادي ثبات د ملاتړ لپاره دنده ورکړل شوې، ټینګار وکړ، چې د افغانستان د اقلیمي ننګونو حل دوامدار، ګډ او د شواهدو پر بنسټ اقدام ته اړتیا لري؛ داسې اقدام چې د اغېزمنو ټولنو له واقعيتونو سره سمون ولري.
د سیمنارونو محتوا په لاندې ډول ده:
- لومړۍ برخه: مخکې له مخکې خبرداری، د ناورین خطر کمول، او مخکې له مخکې تدابیر
- دویمه برخه: اقلیمي بدلون او د اوبو مدیریت
- دریمه برخه: اقلیمي بدلون، ښځې، ځوانان او ماشومان
- څلورمه برخه: اقلیمي بدلون، معیشت او کډوالي
- پنځمه برخه: د اقلیم مالي چارې
- شپږمه برخه: اقلیم، سوله او امنیت
د دغو خبرو اترو بشپړه ثبت شوې ویډیوګانې دلته د لاسرسي وړ دي.




