کابل - په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د افغانستان په هرات ولایت کې د جمعې په ورځ د ډله ایزو ډزو له امله له زیانمنو شویو قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي.
د اپریل په ۱۰مه نیټه، نامعلومو وسله والو کسانو د انجیل او زنده جان ولسوالیو ترمنځ د ده مهري په سیمه کې د شیعه وګړو زیارت ته څیرمه په هغو خلکو ډزې وکړې چې مېلې ته تللي وو.
یوناما لږترلږه د ۱۱ کسانو وژل کیدل او د ۱۱ نورو ټپي کیدل تایید کړي دي. په تلفاتو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د یوناما سرپرستې مشرې او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړې استازې مرستیالې جورجیټ ګانیون وویل: " موږ د قربانیانو او د دې وحشتناک جرم له امله اغیزمنو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوو او ټپیانو ته د ژر تر ژره رغیدو هیله کوو".
نوموړې وویل: "موږ له واکمنو چارواکو څخه غوښتنه کوو چې په دې اړوند بشپړه څیړنه تر سره او ډاډ ترلاسه کړي چې په ټول افغانستان کې خلک له وسله وال تاوتریخوالي څخه په امن کې دي".




