روزمري ديکارلو، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې، د ۲۰۲۶کال د جنورۍ په ۲۵مه کابل، افغانستان ته خپله لیدنه پای ته ورسوله. د دې لیدنې پر مهال، هغې له واکمنو چارواکو، په کابل کې د ډیپلوماتیکې ټولنې له غړو، او همدارنګه له افغان ښځو، د مدني ټولنې له استازو، او د ملګرو ملتونو له افغان ښځینه کارکوونکو سره وکتل.
د واکمنو چارواکو سره په خپلو کتنو کې، د ملګرو ملتونو مرستیالې د ملګرو ملتونو پر افغان ښځینه کارکوونکو لګېدلو محدودیتونو، او همدارنګه زدکړو، کار او عامه ژوند ته د ښځو پر لاسرسي د پراخو محدودیتونو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او د دغو محدودیتونو د سملاسي لرې کېدو غوښتنه یې وکړه. هغې همدارنګه واکمن چارواکي وهڅول چې د دوحې په بهیر کې بشپړه ونډه واخلي او هغه نړیوال مکلفیتونه پر ځای کړي چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان بېرته یوځای کېدو لپاره اړین دي. هغوي هوکړه وکړه چې خپل تعامل ته به دوام ورکوي.
د ملګرو ملتونو مرستیالې د سرحداتو څخه د بشري مرستو د بې خنډه لېږد پر اهمیت هم ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د واکمنو چارواکو د ملاتړ غوښتنه وکړه.
آغلې ديکارلو د افغانانو د ملاتړ په برخه کې د ملګرو ملتونو د افغان ښځینه کارکوونکو مهم رول وستایه او له هغوی سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه. هغې همدارنګه له افغان ښځو او د مدني ټولنې له استازو سره وکتل، څو په هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ورسره خبرې وکړي.
د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ ۲۶مه

