د نشه یی توکو او جرم د ملګرو ملتونو دفتر(UNODC) له خوا په یوی نوي خپری شوی سروی کې ویل شوي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو مصرف لا هم تر ډېره د دودیزو موادو تر اغېز لاندې ده، پداسې حال کې چې د مصنوعي موادو او تجویز کیدونکو درملو ناوړه استفاده مخ په زیاتېدو ده. د دغې څیړنې له مخې، سړو تر ټولو ډېر چرس (۴۶ سلنه) او تریاک (۱۹ سلنه) د هغو نشه يي توکو په توګه یاد کړي چې په خپلو ټولنو کې مصرف کېږي، په داسې حال کې چې تابلېټ K (۱۱ سلنه) او شیشه یا مېتاامفتامین (۷ سلنه) څخه هم یادونه شوي ده. دا راپور په افغانستان کې د نشهيي توکو د مصرف د ملي سروې (NSDA) درېیم او وروستۍ برخه ده، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له خوا تمویل شوی دی. دا راپور د روغتیا په اړه د پخوانیو دوه راپورونو د پایلو پخلی کوي چې د نشهيي توکو د د درملنې د مراکزو د څرنګوالي او لوړ خطر سره مل د نشه يي توکو د مصرف په اړه تر سره شوي وه. د یادولو وړ ده چی په افغانستان کې د نشه يي توکو د مصرف په اړه وروستۍ ملي سروې په ۲۰۱۵ کال کې ترسره شوې وه.
د یادی سروی موندنې په کورنیو باندی د نشه یی توکو د مصرف اقتصادي اغیز په ډاګه کوي. د مېتامفېټامین او تریاکو په څېر نشه يي موادو د مصرف لګښت کولای شي د یوې بشپړې کاري ورځې له عاید څخه هم زیات شي. د بېلګې په توګه، د مېتامفېټامین د یوې ورځې د مصرف لګښت د یوه عادي کارګر د ورځني عاید تر ۱۳۸ سلنې پورې او یا د یو مسلکي کارګر د مزد تر ۶۷ سلنې پورې رسیدلی شي. په سروی کی د برخه اخیستونکو د نشه يي توکو مصرف تر ډیره له بېوزلۍ، بېکارۍ او مالي ستونزو سره تړلی وباله. هغوی همدارنګه فزیکي کړوانه، د ناروغي، رواني فشار، کورنۍ ستونزې او پر نورو باندې د خپل ځان بساینې هم یادې کړي. په ټوله کې، د دغې سروې پایلې ښيي چې د نشه يي توکو مصرف او پراخو ټولنیزو ـ اقتصادي فشارونو تر منځ پیاورې اړیکې شته دي.
افغانستان، منځنۍ اسیا، ایران او پاکستان لپاره د نشه یی توکو او جرم د ملګرو ملتونو دفتر سیمه ییز استازي، ښاغلي اولیور استولپ وویل: "زموږ موندنې ښيي چې د نشه يي توکو مصرف له بېوزلۍ، بېکارۍ او روغتیایي اړتیاو ته د نه رسیدنې سره نږدې تړاو لري. اغیزمنې مرستې باید د لومړنیو روغتیايي خدمتونو، رواني روغتیا اړوند ملاتړ او ټولنیز خوندیتوب له پروګرامونو سره د درملنی او د زیان کمول یوځای کړي، تر څو د خپلسري درملنو زیانمن ډولونه کم او د روږدو ملاتړ وشي."
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) مقیم استازي، اسټیفن رودریګس وویل: "دغه ملي سروې موږ ته د افغانستان د نشه یي توکو د مصرف اړوند حقایقو او هغه ستونزو په اړه چی خلک ورسره مخ دی یو روښانه انځور وړاندې کوي. د دی سروی موندنې به د اغیزمنو پالیسیو او پروګرامونه په جوړولو کی مرسته وکړي چی د نشه یي توکو د کارونې اړوند روغتیايي اړخونو، د رغیدو ملاتړ او د کاري او اقتصادي فرصتونو نشتوالۍ په ګډون د نشه یې توکو د مصرف اصلي ستونزی حل کړي. دا سروی دا هم څرګندوي چې د ملګرو ملتونو د ادارو ګډ کار د وړتیاوو یو یو ځای کولو له لاری، د افغان ټولنه لپاره غوره پایلې ترلاسه کیدای شي.”
د نشه ییتوکو او جرم د ملګرو ملتونو دفترد لوړ خطر درلودنکي نشهيي توکو د مصرف سروېپخوانۍ موندنې افغانستان کی د بدلېدونکي نشه یي توکو د وضعیت سره تړلي روغتیایي خطرونه په ګوته کوي. دا سروې ښیی چې ۸ سلنه ګډونوالو د خپل ژوند په اوږدو کې د ستنې له لارې نشه يي توکي کارولي دي. د هغو کسانو له ډلې چې د ستنې له لارې یې نشه يي توکي کارولي، له ۷۵ سلنې څخه زیاتو د ستنو د شریکولو راپور ورکړی دی، او شاوخوا نیمایي یې د پاکو او معیاري وسایلو ته د نیمګړی لاسرسي یادونه کړې ده، چې دا د زیان کمولو خدمتونو ته د دوامداره تشې نښه ده. په سروې کې د جنسیت څرګند توپیر هم لیدل شوی: یوازې ۲۹ سلنه ښځو د درملنې ترلاسه کولو راپور ورکړی، په داسې حال کې چې دا کچه د نارینه وو لپاره ۵۳ سلنه وه، چې دا ښځو لپاره د ځانګړو خدمتونو او درملنې د ودې اړتیا څرګندوي.
پداسې حال کې چې واکمنې ادارې د نشه یې توکو د مصرف کونکو د لوی شمیر کسانو د درملنې راپورونه ورکوي، د دې لړۍ لومړی ټوک موندنې، چې د UNODC له خوا د نشه یي توکو د مصرف د اختلالاتو د درملنې د مرکزونو د ځایونو په اړه مالومات وړاندې کوي، ښيي چې لا هم د مرکزونو د ویش، لاسرسي، کیفیت او د جنسیت له پلوه د پوښښ په برخه کې پراخې تشې شته. نږدې دوه پر درېیمه برخه مرکزونه یوازې نارینه وو ته خدمتونه وړاندې کوي، ۱۷.۱ سلنه یوازې ښځو ته ځانګړي دي، او له ۳۲ سروې شویو ولایتونو څخه یوازې یو پر دریمې برخې کې یې د ښځو لپاره خدمات موجود دي. په یادې سروې کې همدارنګه د مسلکي روغتیایي کارکوونکو د کمښت او د ناکافي زیربناوو په ګډون دوامدارې ستونزې په ګوته شوې دي.
“دا څېړنې د واکمنو ادارو، تمویل کوونکو، ملګرو ملتونو اونورو شریکانو لخوا دې خورا ژورې ستونزې په وړاندې د اقدام اړوند لارښونې لپاره ضروري دي. دا څېړنه د خلکو مرکزیت پر بنسټ د اقدام سپارښتنه کوي؛ چی د نشه یي توکو د مصرف پر وړاندې د بدنامۍ او تبعیض له منځه وړلو له لارې خلکو ته لومړیتوب ورکول پکی شامل دی،” دا خبرې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (UNAMA) سرپرستې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ځانګړې استازې، جورجېت ګانیون، کړې دي. "موږ بیا ټینګار کوو چه نشه یې توکو د مصرف څخه مخنیوی تر ټولو مهمه او د لګښت له پلوه اغېزمنه تګلاره ده، ترڅو د نشه یي توکو د مصرف بهیر ودرول شي، ټولنې خوندي شي، او د یادو توکو د مصرف تقاضا کمه شي."
د درییو راپورونو او نړیوالو معیارونو پر بنسټ، UNODC سپارښتنه کوي چې د نارینو او ښځو لپاره د رضاکارانه، د حقونو پر بنسټ درملنې او د زیان راکمولو خدمتونه پراخ شي، ترڅنګ یی د روغتیايي کارکوونکو د روزنې او لږ تر لږهد درملنیی د تاسیساتو په معیاری کولو کې پانګونه وشي. ګډونوال باید د لومړني روغتیايي پاملرنې، رواني روغتیا او رواني- ټولنیز ملاتړ، او ټولنیز خوندیتوب او کار موندنی فرصتونو ته لاسرسی پیدا کړی تر څو د بې وزلۍ، درد او کړاو مخه ونیول شي. خدمات او یا پروگرامونه باید د هر ولایت د نشه يي توکو رایجو بازارونه سره سمون ولري، په کورنیو باندی مالی فشار کم کړي، او د تر درملنې کسانو کورنیو ته د عایداتي ملاتړ لارې هواری کړی.
درې یاد راپورونه د لاندې لینکونه له لارې ترلاسه کولای شئ:
د افغانستان د نشه يي توکو ژوره کتنه، دریم ټوک: د نشه يي توکو د کارونې اختلالاتو د درملنې ځایونو موندل: د بشري بحران د خدمتونو چمتو کولو ننګونې:
https://www.unodc.org/documents/crop-monitoring/Afghanistan/Afghanistan_Drug_Insights_V3.pdfد افغانستان د نشه يي توکو ژوره کتنه، پنځم ټوک: په افغانستان کې د نشه يي توکو خطر لرونکی مصرف
https://www.unodc.org/coafg/uploads/documents/Afghanistan_Drug_Insights_Volume_5.pdfپه ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د نشه يي توکو د مصرف څیړنه:
https://www.unodc.org/documents/crop-monitoring/Afghanistan/Afghanistan…
د لا زیاتو مالوماتو لپاره لاندې بریښنالیک سره هم اړیکه نیولې شئ: unodc-afghanistan@un.org

