یوناما
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي

مشري

جورجیت ګانیون

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله ځانګړې استازې (په سیاسي چارو کې) او د یوناما سرپرسته مشره

د ملګرو ملتونو سرمنشي د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې جورجیت ګانیون افغانستان لپاره د خپلې نوې مرستیالې ځانګړې استازې (سیاسي چارو کې) په توګه وټاکله.

میرمن ګانیون د سولې د ټینګښت پروسو د ملاتړ او د بشري حقونو، بشري مرستو او پراختیا، په ځانګړې توګه په شخړو او له شخړو وروسته حالت کې د ستراتیژیکو نوښتونو د رهبرۍ ۲۸ کلنه تجربه لري. له ۲۰۲۱ کال راهیسې، اغلې ګانیون په لیبیا کې د ملګرو ملتونو د ملاتړ ماموریت (UNSMIL) کې د سرمنشي مرستیاله ځانګړې استازې او همدا راز د مقیم او د بشردوستانه چارو د همغږۍ مسؤوله پاتې شوې ده.

په لیبیا کې د ملګرو ملتونو د ملاتړ ماموریت (UNSMIL ) څخه دمخه، مېرمن ګانیون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر په دفتر (OHCHR) کې د سیمه ییزو چارو او تخنیکي همکارۍ د مشرې په توګه دنده ترسره کوله. له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۵ پورې، میرمن ګانیون په کابل کې د یوناما د بشري حقونو مشره وه.  همدارنګه، نوموړې په افریقا، سوریه او بالکان کې د ملګرو ملتونو، ملي حکومتونو او نادولتي سازمانونو سره د ملکي وګړو د ساتنې، بشري حقونو او د قانون حاکمیت په برخو کې د رییسې او لوړ پوړې سلاکارې په توګه دندې ترسره کړي دي.

مېرمن ګانیون د کاناډا د ټورنټو ښار د یارک پوهنتون د اوسګوډ هال د حقوقو له پوهنځي څخه لیسانس لري، او د بریتانیا له ایسېکس پوهنتون څخه یې د نړیوالو بشري حقونو په برخه کې د حقوقو ماسټري ترلاسه کړې ده.

انډریکا راټواټه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال (په بشري چارو کې)

انډریکا راټواټه د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې افغانستان لپاره د عمومي منشي د ځانګړې استازې (پراختیایي چارو کې) د مرستیال په توګه وټاکل شو.

همدا رنګه نوموړی په افغانستان کې مقیم د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه چارو د همغږۍ مسؤل هم دی. 

ښاغلی راټواټه چې د سریلانکا تبعه دی، په پیچلو او بحراني شرایطو کې د بشري چارو او ساتنې په برخه کې له ۳۰ کلونو څخه زیاته تجربه لري، له دې جملې څخه یې له ۱۴ کلونو څخه زیاته تجربه په افغانستان او سیمه‌ییزو مسایلو کې ده. هغه په ​​۱۹۹۲ کال کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) سره دنده پیل کړه، او په ۱۹۹۳ کال کې یې د کډوالو لپاره د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) دفتر سره خپل کار ته دوام ورکړ.

د نوموړي په ​​وروستیو دندو کې د آسیا او پاسفیک سیمې لپاره د یو ان ایچ سي آر (UNHCR) د سیمه ییز دفتر مشري شامله ده، چیرې چې نوموړي مخکې د مرستیال په توګه هم خدمت کړی او همدا رنګه یې په پاکستان کې د UNHCR د استازي په توګه هم دنده ترسره کړې ده. دغه ډول ښاغلی راټواټه په تانزانیا او پاکستان کې د UNHCR مرستیال پاتې شوی او له هغې وړاندې یې په تایلینډ، کروشیا، چین او بوسنیا هرزیګوینا کې هم دندې ترسره کړي دي.