UNAMA
United Nations Assistance Mission in Afghanistan (PASHTO)

یوناما د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او خصوصي سکتور په اړه د کاري ډلو نوې غونډې تر سره کړې

Farmer in Jalalabad moved from opium to cabbage cultivation

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او خصوصي سکتور اړوند د دوحې بهیر د کاري ډلو د غونډو یوه نوې لړۍ تر سره کړه.

په نوموړو غونډو کې چې په کابل کې د فبروري په ۳مه او ۹مه نیـټه ترسره شوې، د غړو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو، د افغانستان د واکمنو چارواکو استازو او د موضوع اړوند کارپوهانو ګډون درلود.

د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ډلې د هغو افغانانو لپاره د بدیل معیشت ملاتړ په اړه د واکمنو چارواکو او نړیوالې ټولنې هڅې وڅېړلېچې پخوا یې عاید د کوکنارو په کښت او د تریاکو غیرقانوني سوداګرۍ پورې تړلی و. نوموړي ډله همدارنګه د مخدره توکو د کارولو د مخنیوي او د روږدو کسانو په درملنې، او د مخدره توکو د توليد او سوداګرۍ سره د مبارزې لپاره د قانون پلي کولو پر هڅو خبرې اترې وکړې. د خصوصي سکتور کاري ډلې د کارموندنې او متشبثینو د ملاتړ پر هڅو، په ځانګړې توګه په خصوصي سکتور کې د ښځو پر ګډون، بازار کې د ګدون فرصت، مالي سرچینو ته د لاسرسي، او همدارنګه پر خصوصي بانکدارۍ او مالي زیربناوو خبرې اترې وکړي.

دواړو کاري ډلو د لا زیات تعامل لپاره لومړیتوب لرونکي اړخونه په ګوته کړل او په دواړو برخو کې یې د افغان ښځو او نارینه وو د ملاتړ لپاره پر ډیرو اغیزناکو او دوامداره لارو چارو بحث ترسره کړ. دوی د دواړو موضوعاتو ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو ته هم اشاره وکړه، ځکه چې خصوصي سکتور د افغانانو لپاره د معیشت یوه مهمه سرچینه ده او له مخدره توکو سره د مبارزې هڅې د افغانستان په اقتصادي او ټولنیز ثبات کې مرسته کوي.

دغه کاري ډلې د ۲۰۲۴ کال د جون او جولای په میاشتو کې د قطر په دوحې کې د ځانګړو استازو د دریمې غونډې د مواردو د تعقیب په موخه رامنځ ته شوې. د دې ډلو د جوړېدو اساس د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د وړاندې شويو خپلواکو ارزونو راپور (S/2023/856) سپارښتنې وې، چې د امنیت شورا (S/RES/2721) لخوا تایید شوې. دغه ډلې د افغانستان له واکمنو چارواکو سره د یو ډیر منظم او هر اړخیز تعامل یوه برخه ده، چې د افغان ولس د ګټې لپاره کار کوي.

ښکیل اړخونه په کاري ډلو کې په دوامداره توګه د لویو غونډو په بڼه په دوره یې توګه سره تعامل کوي.

د تاسیس راهیسې، کاري ډلو د ښکیلو اړخونو ترمنځ د معلوماتو شریکولو په برخه کې ډیره مرسته کړې، د اضافي سرچینو د تنظیمولو ملاتړ یې کړی، د کارپوهانو ترمنځ یې د بحثونو د تبادلې اسانتیا رامنځ ته کړې، چې موخه یې د افغانانو لپاره د لا اغیزناک او دوامداره ملاتړ چمتو کول دي.