یوناما
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د درې میاشتو لپاره تمدید کړ

UNSC voting Resolution 2818 (2026)

د روان کال مارچ پر ۱۶مه نیټه، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په اکثریت سره د ۲۸۱۸ (۲۰۲۶) پریکړه لیک تصویب کړ، چې له مخې یې د یوناما ماموریت د جون مایشتې ۱۷مې نیټې پورې پرته له کوم بدلون د نورو ۳ میاشتو لپاره وغځول شو.

د امنیت شورا د یوناما کار څخه خپل بشپړ ملاتړ یو ځل بیا څرګند کړ، د ورکړل شویو دندو لومړتیوبونه عملي کولو په برخه کې یې د ماموریت هڅې وستایلې او د ماموریت د کار دوام اړتیا یې هم په ګوته کړه.

د یوناما ماموریت بیاکتنې په موخه د ځیني غړو هیوادونه غوښتنو ته په کتو، د امنیت شورا پریکړه وکړه چې د ماموریت موده درې میشاتو ته وغځوي ترڅو په جون کې د وروستۍ پریکړې د مخه د لا ډیرو ژورو خبرو اترو لپاره کافي وخت برابر شي.

شورا پر دونرانو غږ کوي ترڅو افغانستان څخه خپل ملاتړ زیات کړي او د واکمنو چارواکو څخه یو ځل بیا غوښتنه کوي ترڅو هغه ټول سیاستونه بیرته واخلي چې د ښځو او نجونو حقونه محدودي، چې په کې د ملګرو ملتونو دفترونه ته د افغان ښځینه کارکونکو پر لاسرسي بندیز هم شامل دی.