کابل – په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي نوي ټاکل شوي مرستیال، استوګن او بشري چارو همغږي کوونکي ښاغلي برونو لمارکي، د ۲۰۲۶ کال د جون په ۱۶مه نیټه کابل کې خپله دنده پیل کړه. نوموړی د ملګرو ملتونو د سرمنشي، انتونیو ګوتیرش لخوا ټاکل شوی او د اندریکا راټواټه ځای ناستې دی.
د سرمنشي د ځانګړې استازې تازه ګمارل شوی مرستیال به په هیواد کې د ملګرو متلونو د ادارو د چارو همغږي کوي، او افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د پراختیايي څانګې مشري به هم په غاړه لري.
ښاغلی لمارکي د ملګرو ملتونو په سیستم کې د مشري بیلابیلې تجربې لري، چې په دې وروستیو کې د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ماموریت (مونوسکو) لپاره د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او په دې هېواد کې د استوګن او بشري چارو همغږي کوونکي په توګه له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۶ کلونو پورې دنده ترسره کړې. له دې وړاندې، نوموړي په هایتي هیواد کې د ملګرو ملتونو په سیاسي دفتر (BINUH) کې د سرمنشي د مرستیال ځانګړي استازي او د استوګن او بشري چارو همغږي کوونکي په توګه (۲۰۲۰-۲۰۲۱) دنده ترسره کړې ده.
ښاغلي لمارکي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د بحران په دفتر کې د مرستیال او مرستیال رییس په توګه دندې ترسره کړي، او همدارنګه یې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د بحران مخنیوي او بیا رغونې په دفتر کې په بیلابیلو پوسټونو کار کړی دی. هغه د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د بحران مخنیوي او بیارغونې په بیلابیلو برخو کې هم کار کړی دی، او په دې موده کې یې د سومالیا، هایتي، اشغال شوي فلسطیني سیمو او کمبوډیا په څیر هیوادونو ته سیمه ییز سفرونه کړي دي. په ۱۹۹۲ کال کې له ملګرو ملتونو سره د یوځای کیدو د مخه، هغه په هایتي او ایتوپیا کې د یوې نړیوالې نادولتي موسسې سره کار کاوه. ښاغلی لمارکي د فرانسې د مونټپیلیر ښار د استوایی مطالعاتو ملي مرکز څخه د استوایی کرنې په برخه کې د انجینرۍ سند لري. د خپلې مورنۍ ژبې فرانسوي سربیره، هغه په انګلیسي ژبه هم روانې خبرې کوي.





