یوناما
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي له بنګله دېش څخه میرمن رباب فاطمه افغانستان لپاره د خپلې ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د مشرې په توګه وټاکله

SRSG FATIMA

نیویارک، د ۲۰۲۶ کال د جولای ۱۵مه - د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش نن افغانستان لپاره د خپلې نوې ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د مشرې په توګه له بنګله دېش څخه د رباب فاطمې د ټاکلو اعلان وکړ.

میرمن فاطمه به له قرغيزستان څخه د میرمن روزا اوتونبایوا ځای ناستې وي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د هغې د ښو خدمتونو لپاره هم مننه وکړه. نوموړي له کاناډا څخه له مرستیالې ځانګړې استازې اغلې جورجټ ګانیون څخه هم مننه وکړه، چې اوس مهال د یوناما د سرپرستې ځانګړې استازې په توګه دنده ترسره کوي.

میرمن فاطمه په ملي او نړیوالو ملکي خدمتونو کې له ۳۰ کلونو څخه ډیره تجربه لري، چې دوه اړخیزه او څو اړخیزه ډیپلوماسي، پالیسي جوړونه، دادخواهي او همدارنګه د پروګرامونو پلان جوړونه او پلي کول پکې شامل دي. میرمن فاطمه اوس مهال د لږ پرمختللو هیوادونو، وچې پورې تړلو مخ پر ودې هیوادونو او د کوچنیو ټاپوګانو مخ پر ودې هیوادونو لپاره د سر منشي د مرستیالې او د لوړ پوړې استازې په توګه دنده ترسره کوي.

نوموړې له دې وړاندې په ​​نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د بنګله دیش سفيره او دایمي استازې پاتې شوې (۲۰۱۹-۲۰۲۲). په دې دنده کې، هغې د يونسف (۲۰۲۰) او د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې (۲۰۲۲) د اجرایوي بورډونو د مشرې په توګه، او همدارنګه د UNDP/UNFPA/UNOPS د اجرایوي بورډ د مرستیالې په توګه (۲۰۲۱) دندې ترسره کړې دي. میرمن فاطمه لومړنۍ ښځه وه چې په ۲۰۲۲ کال کې د سولې جوړونې کمیسیون د مشرې په توګه وټاکل شوه. نوموړې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۷مې غونډې د مرستیالې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

د یوې مسلکي ډیپلوماتې په توګه، میرمن فاطمې په جاپان کې د بنګله دیش سفیرې (۲۰۱۶-۲۰۱۹)، په بنګله دیش کې د بهرنیو چارو وزارت د عمومي رییسې په توګه (۲۰۱۵-۲۰۱۶) او همدارنګه په نیویارک، جنیوا، بیجنګ او کلکته کې د بنګله دیش په ماموریتونو او د بهرنیو چارو په وزارت کې په بیلابیلو څوکیو دندې ترسره کړې دي.

اغلې فاطمې د کډوالۍ په نړیوال سازمان (IOM) کې د سویل او سویل لویدیزې اسیا لپاره د سیمه ایزې سلاکارې او د اقلیم بدلون او مهاجرت لپاره د سیمه ایز سلاکارې په توګه (۲۰۱۲-۲۰۱۵) او همدارنګه د سویلي اسیا لپاره د سیمه ایزې استازې په توګه (۲۰۰۷-۲۰۱۱) هم دندې ترسره کړې دي. نوموړې په ​​لندن کې د مشترک المنافع هیوادونو په سکرتریت کې د بشري حقونو مشره هم پاتې شوې ده ( ۲۰۰۶-۲۰۰۷).

اغلې فاطمه د متحده ایالاتو د ټفټس پوهنتون د فلیچر د حقوقو او ډیپلوماسۍ له پوهنځي څخه په نړیوالو اړیکو او ډیپلوماسۍ کې د ماسټرۍ او همدارنګه داسټرالیا د کینبرا له پوهنتون څخه په ټولنیزو علومو کې د لیسانس سندونه لري. د خپلې مورنۍ بنګالي ژبې سربیره، هغه په انګلیسي ژبه هم خبرې کوي او همدارنګه د هندي او اردو ژبو کاري پوهه هم لري.