یوناما
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي ښاغلی برونو لمارکي په افغانستان کې د ځانګړي استازي مرستیال او میشت همغږي کوونکي په توګه وټاکه

Bruno Georges Lemarquis

نیویارک، د اپریل ۲۷مه — د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د فرانسې هېواد اوسېدونکی برونو لمارکي افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) لپاره د خپل نوي مرستیال ځانګړي استازي او په افغانستان کې د مېشت همغږي کوونکي په توګه ټاکلی دی. ښاغلی لمارکي به د بشري مرستو د همغږي کوونکي په توګه هم دنده ترسره کړي. هغه د سريلانکا د انډريکا راټواټه ځای ناستی دی، چې سرمنشي ترې د هغه د ترسره شویو خدمتونو له امله مننه کوي۔

ښاغلی لمارکي له ۲۰۲۲ کال راهیسې د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ماموریت (مونوسکو) لپاره د عمومي منشي د مرستیال ځانګړي استازي او په دې هېواد کې د بشري چارو د مېشت همغږي کوونکي په توګه دنده ترسره کړې، او د پیچلي بحراني وضعیت په مدیریت، پراختیا، بیا رغونې، بشري چارو او سولې ټینګښت په برخو کې پراخه تجربه لري. له دې وړاندې، نوموړي په هایتي کې د ملګرو ملتونو په سیاسي دفتر (BINUH) کې د سرمنشي د مرستیال ځانګړي استازي او د میشت بشري چارو همغږي کونکي په توګه (۲۰۲۰-۲۰۲۱) دنده ترسره کړې ده.

ښاغلي لمارکي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د بحران دفتر، چې پخوا د بحران غبرګون د څانګې په نوم یادیده (۲۰۱۴-۲۰۱۹) د مرستیال او مرستیال رییس په توګه دنده ترسره کړې، او همدارنګه یې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د بحران مخنیوي او بیا رغونې په دفتر کې (۲۰۰۹-۲۰۱۴) په بیلابیلو پوسټونو کار کړی دی. هغه د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د بحران مخنیوي او بیارغونې په بیلابیلو برخو کې هم کار کړی دی، او په دې موده کې یې د سومالیا، هایتي، اشغال شوي فلسطیني سیمو او کمبوډیا په څېر هېوادونو ته سیمه ییز سفرونه کړي دي. په ۱۹۹۲ کال کې د ملګرو ملتونو سره د یوځای کیدو دمخه، هغه په هایتي او ایتوپیا کې د یوې نړیوالې نادولتي موسسې سره کار کاوه.

ښاغلی لمارکي د فرانسې د مونټپیلیر ښار د استوایی مطالعاتو ملي مرکز څخه د استوایی کرنې په برخه کې د انجینرۍ سند لري. د خپلې مورنۍ ژبې فرانسوي سربیره، هغه په انګلیسي ژبه هم روانې خبرې کوي.