کابل - افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) تایید کړې چې د جون په ۲۸مه، د یکشنبې په شپې، په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي. په قربانیانو کې ښځې او ماشومان شامل دي. دا شمېرې لومړنۍ دي او کیدای شي نورې هم لوړې شي ځکه چې روغتونونو کې ټپیان تر درملنې لاندې دي.
د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت تایید کړه چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په دریو ولایتونو کې بریدونه ترسره کړي دي.
د یکشنبې په شپې، په ځایي وخت شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې، د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې لږ تر لږه ۲۲ ملکي وګړي ووژل شول او لږ تر لږه ۴۷ نور ټپیان شول. په ورته وخت کې، د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د یوه بل هوایي برید له امله شپږ ملکي وګړي ووژل شول؛ او د کونړ ولایت په مروره ولسوالۍ کې په دریم هوایي برید کې دوه ماشومان ټپیان شول.
یوناما د دغو پېښو د کرهوالي په اړه خپلو څېړنو ته دوام ورکوي.
یوناما د احتیاط، توپیر او تناسب په ګډون، د نړیوال بشردوستانه قانون اصولو ته د درناوي لپاره خپله غوښتنه بیا تکراروي، ترڅو ملکي وګړي له زیان څخه وساتل شي.
موږ د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کوو.

