کابل - په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د پاکستان له خوا په افغانستان کې د شپې له خوا د هوایي بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې اړوند کره راپورونه ترلاسه کړي دي، کوم چې د فبروري ۲۱مې د شپې ناوخته څخه د فبروري ۲۲مې سهار وختي پورې ترسره شول.
د فبروري ۲۱مې د شپې ۱۱:۴۵ دقیقو څخه د فبروري ۲۲مې سهار ۱۲:۴۵ دقیقو پورې پاکستاني پوځي ځواکونو د ننګرهار ولایت په بهسود او خوګیاڼیو ولسوالیو کې هوایي بریدونه ترسره کړل. د ملکي تلفاتو لومړني ارقام ښیي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.
پاکستاني پوځي ځواکونو د پکتیکا ولایت په برمل او اورګون ولسوالیو کې هم هوایي بریدونه ترسره کړل. د راپور له مخې په لومړي هوایي برید د فبروري په ۲۱مه، شاوخوا د شپې ۱۱:۱۵ دقیقې د برمل ولسوالۍ په مرغۍ سیمه کې پر یوه مدرسه ترسره شو چې یوه نږدې جومات ته په کې هم لږ زیان ورسیدو. دویم هوايي برید د اورګون ولسوالۍ په دهنه سیمه کې شاوخوا د شپې ۱۱:۳۰ دقیقې یو تش شخصي استوګنیز کور په نښه کړ او جزوي یې ویجاړ کړ. په دې بریدونو کې تر اوسه د ملکي تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.
یوناما په ټولو اړخونو غږ کوي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب او د لا زیاتې مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره جګړې ته د تل لپاره د پای ټکی کیږدي، او ټولو اړخونو ته د نړیوال قانون له مخې د دوی د مکلفیتونو یادونه کوي چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د توپیر، تناسب او احتياط اړین اصول په پام کې ونیسي.

