یوناما
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي

یوناما په هرات کې د ښځو د نیولو او د لاریون کوونکو پر وړاندې د زور زیاتي کارولو په اړه اندیښنه لري

unama_pashto

کابل- یوناما د هرات په ښار کې د لږ تر لږه دېرشو ښځو د نیول کېدو له امله ژوره اندېښنه څرګندوي. دغه نیونې چې د جون د ۶مې او ۷مې نېټې ترمنځ د واکمنې ادارې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د چارواکو او د پولیسو له خوا ترسره شوې، لامل یې د حجاب یا د جامو اغوستلو له طریقي څخه سرغړونه ښوول شوې ده.

د راپورونو له مخې لسګونه نورې ښځې په شفاهي ډول ګواښل شوي دي. که څه هم نیول شوې ښځې د جون په ۸مه بېرته خوشې شوې، خو دا ډول خپل سري نیونې او توقیفونه د ښځو او د هغوی پر کورنیو ژورې اغېزې لري.

یوناما د هرات ښار د جبریل سیمې د اوسیدونکو پر وړاندې د واکمنو چارواکو د امنیتي ځواکونو له خوا د زور زیاتي کارولو په اړه اندیښمنه ده چې د جون په نهمه نېټه د دې خپل سري نیولو په اعتراض کې راټول شوي وو. یوناما تایید کړې چې لږترلږه یو کس، یو هلک، د ټوپک په ډزو وژل شوي، پداسې حال کې چې څو نور د لرګیو په ګدون د نورو څیزونو په وهلو سره ټپیان شوي، او د دویمې مړینې د راپورونو په اړه پلټنې روانې دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیالې او د یوناما سرپرستې جورجیت ګانیون وویل: " په افغانستان کې د یوې ښځې توقیف لویه بدنامي لري، چې کولی شي ښځې له خوشې کېدو وروسته هم په کورنیو او ټولنو کې د نور تاوتریخوالي او انزوا له خطر سره مخ کړي."

اغلې ګانیون وویل: "د نړیوالو قوانینو له مخې، واکمن چارواکي مکلف دي چې د ټولو افغانانو د بیان ازادۍ، سوله ییزو غونډو، د فردي ازادۍ او امنیت، او له خپل سري نیولو څخه د خوندیتوب حقونه خوندي کړي."

یوناما یو ځل بیا ټینګار کوي چې د قانون پلي کولو ټول اقدامات باید د نړیوالو حقوقي معیارونو سره سم وي، چې پکې د ځواک کارولو پر مهال د اړتیا، تناسب او نه تبعیض اصول شامل دي. افراد حق لري چې خپل مخالفت په سوله ییزه توګه د تاوتریخوالي، ګواښ یا غچ اخیستنې له ویرې پرته څرګند کړي.

یوناما په واکمنو چارواکو غږ کوي چې ټولې هغه تګلارې او کړنې لغوه کړي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو بشري حقونه او بنسټیزې آزادۍ محدودوي، چې پکې د تګ راتګ، بیان، زده ‌کړې، کار او په عامه ژوند کې د ګډون پر ازادۍ لګېدلي محدودیتونه هم شامل دي.