یوناما
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې پریکړې

عمومې اسامبلي ډير کله د افغانستان وضعیت په اړه خبرې اترې کوي او په اړه یې پریکړه لیکونه تصویبوي، د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امنیت شورا ته وړاندیزونه وړاندې کوي، او/یا هم دغه هیواد ته مالي مرستې تاییدوي.

د سند ډوللنډیزنیټهژبنیزې بڼې
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیک: په افغانستان کې وضعیت د افغانستان د ټولو اړوندو سیاسي لوبغاړو او ذینفعانو ترمنځ د خبرو اترو پر اهمیت بیا ټینګار وشو، چې تمرکز یې په ملي او سیمه ییزو کچو کې د ټولشموله، استازولي لرونکي، مشارکتي او ځواب‌ویونکې حکومتولۍ پر رامنځته کولو و.۷ جولای ۲۰۲۵انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیک: په افغانستان کې وضعیتد عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیک چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي ته د ورسپارل شوو دندو، لومړیتوبونو او اړوندو سرچینو د ستراتیژیکې بیاکتنې پر اهمیت ټینګار کوي.۲۲ نومبر ۲۰۱۹انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیک: په افغانستان کې وضعیتد نړیوالې ټولنې پر دې ژمنې بیا تایید وشو چې د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د روزنې، سمبالښت، مالي تمویل او د ظرفیتونو د پراختیا ملاتړ به، د نورو تر څنګ، دوام ولري.۳۰ نومبر ۲۰۱۸انګلیسي,
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیک: په افغانستان کې وضعیتد افغانستان د حکومت او ولس د پرله ‌پسې ملاتړ ژمنه وشوه، ترڅو هغوی یو باثباته، خوندي او له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا دولت، چې له ترهګرۍ او نشه‌ یي توکو څخه پاک وي، له پیله ورغوي او د اساسي قانون پر بنسټ د داسې ډموکراسۍ بنسټونه پیاوړي کړي چې د نړیوالې ټولنې د یو مسوول غړي په توګه خپل رول ولوبوي.۶ دسمبر ۲۰۱۶انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیک: په افغانستان کې وضعیتپر دې اړتیا ټینګار وشو چې د مرستندویه پلاوي لپاره لازمې سرچینې په کافي ډول برابرې شي او د افغانستان د چارواکو له خوا، د اړتیا له مخې د نړیوال ملاتړ په ملتیا، خوندي وساتل شي، تر څو وکولای شي خپل ماموریت په بشپړه توګه ترسره کړي.۴ فبروری ۲۰۱۶انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیک: په افغانستان کې وضعیتد افغانستان د حکومت د هڅو د ملاتړ لپاره د خپلې ټینګې ژمنې بیا تکرار وشو، تر څو د سولې او پخلاینې بهیر ته وده ورکړي، د کابل کنفرانس د اعلامیې او د بن کنفرانس د پایلو سره سم، او د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې.۲۳ دسمبر ۲۰۱۴انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیک: په افغانستان کې وضعیتد ۲۰۰۵ کال د دسمبر د ۱۵ نیټې د عمومي اسامبلې د ۶۰/۱۲۳ پریکړه ‌لیک له مخې، د افغانستان د چارواکو هڅې، چې د بشري مرستو د کارکوونکو د خوندیتوب او امنیت او د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د ساتنې په اړه دی، په رسمیت وپېژندل شوې.۱۱ فبروری ۲۰۱۴انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیک: په افغانستان کې وضعیتد افغانستان او نړیوالې ټولنې په اړه د نړیوال افغانستان کنفرانس پایلو څخه تود هرکلی وشو، چې د «له لیږد څخه د بدلون تر لسیزې پورې» تر سرلیک لاندې د ۲۰۱۱ کال د دسمبر په ۵مه نیټه د جرمني په بن ښار کې ترسره شو. په دغه کنفرانس کې اعلان وشو چې د لیږد بهیر، چې باید د ۲۰۱۴ کال تر پایه بشپړ شي، ورپسې دې د بدلون یوه لسیزه (۲۰۱۵–۲۰۲۴) پیل شي.۱۳ دسمبر ۲۰۱۲انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیک

د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو د سازمان ترمنځ همکاري

۱۶ اګست ۲۰۱۳انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیک

د ملګرو ملتونو او د اقتصادي همکاریو د سازمان ترمنځ همکاري

۱۴ فبروري ۲۰۱۳انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکد افغانستان د حکومت او د ناټو د هغو هیوادونو ترمنځ پر شوې موافقې ټینګار وشو، چې د نړیوالو امنیتي مرستندویو ځواکونو (ایساف) ته مرسته کوي او د ۲۰۱۰ کال د نوامبر په ۱۹ او ۲۰ د پرتګال په لېسبون کې ترسره شوه، چې له مخې یې په افغانستان کې د امنیت مسوولیتونه په تدریجي ډول د هیواد په کچه د ۲۰۱۴ کال تر پایه د افغانستان حکومت ته ولېږدول شي.۱۵ فبروري ۲۰۱۱انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکپه افغانستان کې د وروستیو پارلماني ټاکنو هرکلی وشو، چې په بشپړه توګه د افغانستان د چارواکو تر مسوولیت لاندې ترسره شوې او د نړیوالې ټولنې له ملاتړ څخه برخمنې وې، او دا د افغانستان د ډموکراسۍ د ټینګښت پر لور یو مهم او اساسي ګام بلل کېږي.۷ دسمبر ۲۰۱۰انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکد افغانستان د حکومت ستاینه وشوه چې په ۲۰۰۹ کال کې یې د بشري حقونو شورا ته د خپل لومړي نړیوال ادواري بیاکتنې راپور وړاندې کړ، او له نوموړي حکومت څخه غوښتنه وشوه چې په دغه راپور کې وړاندیز شوې سپارښتنې پر وخت او اغیزمن ډول عملي کړي.۲۰ جنوري ۲۰۱۰انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیک

د ملګرو ملتونو او د اسلامي کنفرانس د سازمان ترمنځ همکاري

۲۶ فبروري ۲۰۰۹انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکد جګړې ځپلي افغانستان د سولې، عادي حالت او بیارغونې لپاره بېړنۍ نړیواله مرسته، او په افغانستان کې وضعیت او پر نړیوالې سولې او امنیت یې اغېزې (د ۲۰۰۴ کال د ډسمبر په ۸ مه تصویب شوې)۱۵ فبروري ۲۰۰۵انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکد ۲۰۰۸ کال د جون د ۱۲ نیټې د پاریس کنفرانس اعلامیې او ورسره د نړیوالې ټولنې له خوا د اضافي ملاتړ هرکلی کوي، یو ځل بیا ټینګار کوي چې د افغانستان تړون لا هم د افغانستان او نړیوالې ټولنې د ګډ کار بنسټ جوړوي، د افغانستان د ملي پراختیا ستراتیژۍ له پيل څخه هرکلی کوي، چې پکې د افغانانو د مالکیت او مسئولیت زیاتوالی څرګند دی، او د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو د پرمخ بیولو په برخه کې د افغانستان د ژمنې هرکلی کوي۔۱۰ نومبر ۲۰۰۸انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکپه ځانګړي ډول دې ټکي ته اشاره کوي چې ملي حکومت باید د هیواد د قومي تنوع استازیتوب وکړي او همدارنګه د ښځو بشپړ او برابر ګډون تضمین کړي۔۱۳ دسمبر ۲۰۰۷انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکد ملګرو ملتونو او د اسلامي کنفرانس د سازمان ترمنځ همکاري۱۲ فبروری ۲۰۰۷انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکله نورو مهمو ټکو تر څنګ، د ۲۰۰۵ کال د دسمبر په ۱۹ مه د افغان ملي شورا د پرانیستلو ستاینه کوي، چې له دې سره د بُن بهیر بشپړېږي، او همدارنګه د ولایتي شوراګانو د جوړیدو ستاینه هم کوي۔ (د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې لخوا د ۲۰۰۶ کال د نوامبر په ۲۸ مه تصویب شوې)۲۴ جنوري ۲۰۰۷انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیک

د ملګرو ملتونو او د اقتصادي همکاریو د سازمان ترمنځ همکاري

۵ دسمبر ۲۰۰۶انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکد افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د ۲۰۰۶ کال د اپریل له ۱ څخه تر دسمبر ۳۱ پورې مودې لپاره د ۵۹۶۴۷۶۰۰ امریکایي ډالرو ناخالص بودیجه (۵۴۷۴۴۱۰۰ امریکایي ډالرو خالص بودیجه) تصویب کوي۔ (د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې لخوا د ۲۰۰۶ کال د جون په ۳۰ مه تصویب شوې)۱۵ اګست ۲۰۰۶انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکافغانستان ته د ملاتړ برابرول، ترڅو وکولای شي چې د مخدره موادو پر ضد د پلي کیدونکی پلان په اغیزمنه توګه تطبیق کړي۲۲ مارچ ۲۰۰۶انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکپه افغانستان کې وضعیت او پر نړیوالې سولې او امنیت یې اغیزې، او د سولې، عادي حالت او جګړه ځپلي افغانستان بیارغونې لپاره بېړنۍ نړیواله مرسته (د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا د ۲۰۰۵ کال د نوامبر په ۳۰ مه تصویب شوې)۷ دسمبر ۲۰۰۵انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکد افغانستان حکومت ته ملاتړ برابرول، ترڅو د غیرقانوني کوکنارو د له منځه وړلو لپاره خپلې هلې ځلې پیاوړې کړي او په سیمه کې ثبات او امنیت ټینګ کړي۔۸ فبروري ۲۰۰۵انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکد ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ همکاري
(د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا د ۲۰۰۴ کال د اکتوبر په ۲۲ مه تصویب شوې)
۶ دسمبر ۲۰۰۴انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکد افغانستان له ټولو ډلو غوښتنه کوي چې له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي، د بشري حقونو او نړیوال بشردوستانه قانون درناوی وکړي، د انتقالي ادارې واک ته درناوی وکړي، او د بُن تړون ټولې مادې په بشپړ ډول عملي کړي۔۳۰ جنوري ۲۰۰۴انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکد بشري حقونو خپلواک کمیسیون د جوړیدو هرکلی کوي، چې اصلي مسؤلیت یې د بشري حقونو د ودې او ساتنې په اړه سلا مشورې ورکول او د افغانستان د موقتي ادارې د تړون اړوند د بشري حقونو د برخې د تطبیق لپاره د ملي پروګرام رامنځته کول دي، چې دغه تړون د بُن تړون په نوم یادیږي۔۲۸ فبروري ۲۰۰۳انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکد جګړې ځپلي افغانستان د سولې، عادي حالت او بیارغونې لپاره بېړنۍ نړیواله مرسته، او په افغانستان کې وضعیت او پر نړیوالې سولې او امنیت یې اغېزې۱۹ فبروري ۲۰۰۳انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکد پنځمې کمېټې د راپور پر بنسټ (A/57/429/Add.1)۵۷/۴. د ملګرو ملتونو د لګښتونو د ویش لپاره د ارزونې کچه۲۹ جنوري ۲۰۰۳انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکد ملګرو ملتونو او د اقتصادي همکارۍ سازمان ترمنځ همکاري: په کابل کې د سیاسي نظام د بدلون او په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو یادونه کوي، او د اقتصادي همکارۍ سازمان د غړو هیوادونو هغه ژمنه ستایي چې د افغانستان له حکومت سره د مالي او تخنیکي ملاتړ د برابرولو لپاره یې څرګنده کړې ده۔۱۵ جنوري ۲۰۰۳انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکپریکړه کوي چې د ۲۰۰۲ کال د نومبر په ۱۸ مه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې پرانیستی ګرد میز راوبولي؛۲۷ نومبر ۲۰۰۲انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکد هغو موضوعاتو د لګښتونو اټکل چې د امنیت شورا تر څار لاندې دي: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي لپاره د ۳۴۳۰۳۳۰۰ امریکایي ډالرو لګښت تصویبوي، چې دا اندازه د ۲۰۰۲–۲۰۰۳ کلونو لپاره د پلاني بودیجې د ۳م باب (سیاسي چارې) لاندې د ځانګړو سیاسي ماموریتونو لپاره له پاتې شوې بودیجې څخه ورکول کېږي۔۱۷ جولای ۲۰۰۲انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکد جګړې ځپلي افغانستان د سولې، عادي حالت او بیارغونې لپاره بېړنۍ نړیواله مرسته، او په افغانستان کې وضعیت او پر نړیوالې سولې او امنیت یې اغېزې۲۸ فبروري ۲۰۰۲انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکپه افغانستان کې د بشري حقونو اړوند اندیښنې۷ فبروري ۲۰۰۲انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکپه افغانستان کې د تاریخي اثارو او ځایونو ویجاړېدل۱ مې ۲۰۰۱انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکپه افغانستان کې د بشري حقونو اړوند اندیښنې۱۳ مارچ ۲۰۰۱انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکد جګړې ځپلي افغانستان د سولې، عادي حالت او بیارغونې لپاره بېړنۍ نړیواله مرسته، او په افغانستان کې وضعیت او پر نړیوالې سولې او امنیت یې اغېزې۲۸ فبروري ۲۰۰۱انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکد ملګرو ملتونو او د اسلامي کنفرانس د سازمان ترمنځ همکاري۱۲ دسمبر ۲۰۰۰انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکپه افغانستان کې د بشري حقونو اړوند اندیښنې۲۹ فبروري ۲۰۰۰انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکد جګړې ځپلي افغانستان د سولې، عادي حالت او بیارغونې لپاره بېړنۍ نړیواله مرسته، او په افغانستان کې وضعیت او پر نړیوالې سولې او امنیت یې اغېزې۱۴ فبروري ۲۰۰۰انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکله افغان ښکیلو لوریو غوښتنه کوي چې د جنسیت، قوم یا مذهب پر بنسټ توپیر پرته، د نړیوالو بشري حقونو د اسنادو له مخې د ټولو بشري حقونو او اساسي ازادیو بشپړ درناوی وکړي؛ له ټولو هیوادونو غوښتنه کوي چې د افغانستان حاکمیت، خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالی ته درناوی ولري او د هغه په کورنیو چارو کې له هر ډول لاسوهنې ډډه وکړي؛۲۵ فبروري ۱۹۹۹انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکد جګړې ځپلي افغانستان د سولې، عادي حالت او بیارغونې لپاره بېړنۍ نړیواله مرسته، او په افغانستان کې وضعیت او پر نړیوالې سولې او امنیت یې اغېزې۱۲ فبروري ۱۹۹۹انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکد ملګرو ملتونو او د اسلامي کنفرانس د سازمان ترمنځ همکاري۱۱ نومبر ۱۹۹۸انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکد بشري حقونو د کمیسیون د ځانګړي راپور ورکوونکي هغه موقتي راپور څخه په قدردانۍ سره یادونه کوي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو له وضعیت سره تړاو لري، او په دغه راپور کې شاملې پایلې او سپارښتنې هم په پام کې نیسي؛۶ مارچ ۱۹۹۸انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکد جګړې ځپلي افغانستان د سولې، عادي حالت او بیارغونې لپاره بېړنۍ نړیواله مرسته، او په افغانستان کې وضعیت او پر نړیوالې سولې او امنیت یې اغېزې۲۷ فبروري ۱۹۹۸انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکپه افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت: د ځانګړي راپور ورکوونکي هغه غندنه تاییدوي چې د افغانستان د پخواني ولسمشر ښاغلي نجیب‌الله او د هغه د ورور د ملګرو ملتونو له ودانیو څخه د تښتونې او وروسته د هغوی د سمدستي بې ‌محاکمې اعدام په اړه شوې ده؛۴ مارچ ۱۹۹۷انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکله سرمنشي څخه غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت لپاره، چې د ۴۸/۲۰۸ پریکړه ‌لیک له مخې په افغانستان کې جوړ شوی، اجازه ورکړي تر څو په افغانستان کې د ملي پخلاینې او بیارغونې د اسانتیا برابرولو لپاره خپلې هڅې روانې وساتي؛۱۳ فبروري ۱۹۹۷انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه ‌لیکپه افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت: د جګړې د ټولو اسیرانو، د پخواني شوروي اتحاد جنګي اسیرانو په ګډون، هر چیرته چې ساتل کیږي، د بې‌ قیده او سمدستي خوشې کیدو غوښتنه کوي، او همدارنګه د هغو ګڼ شمیر افغانانو د موندنې غوښتنه کوي چې د جګړې له امله لا هم بې‌ درکه دي؛۶ مارچ ۱۹۹۶انګلیسي
د عمومي اسامبلې پریکړه لیکد ملګرو ملتونو د بشري مرستو او د افتونو پر وړاندې د مرستندوی همغږۍ پیاوړتیا، د ځانګړې اقتصادي مرستې په ګډون: د جګړې ځپلي افغانستان د سولې، عادي حالت او بیارغونې لپاره بېړنۍ نړیواله مرسته۱۹۹۶ فبروري ۱۲انګلیسي
وروستی بدلون :
Share