یوناما
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي

په کابل کې پر یوه روغتیایي مرکز د هوایي برید په اړه د یوناما بیانیه

UN logo b;ue

د مارچ په ۱۶مه، د شپې شاوخوا ۹ بجې په کابل کې، د پاکستان نظامي ځواکونو لخوا د ترسره شوي هوایي برید له امله "امید د روږدو کسانو د درملنې روغتون" اغیزمن شوی. یاد روغتون کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو درملنه کیدله، چې د راپورونو له مخې پکې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

یوناما د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي او ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا هیله کوي.

د نړیوالو قوانیونو له مخې، په شخړه کې ښکېل ټول اړخونه باید د ناروغانو، ټپیانو، روغتیايي پرسونل، روغتونونو او امبولانسونو درناوی او ساتنه وکړي. او همدارنګه په روغتونونو او ملکي تاسیساتو بریدونه په کلکه منع دي.

په ټول افغانستان کې، عام ولس د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې بیه پرې کوي. د امنیت شورا د ماموریت سره سم، د روان کال د فبروري له ۲۶مې راهیسې او د مارچ د ۱۶مې له پیښې د مخه، یوناما په افغانستان کې د روانو جګړو له امله لږ تر لږه د ۷۶ ملکي وګړو وژل کیدل او ۲۱۳ نورو ټپي کیدل مستند کړي دي.

یوناما د تاوتریخوالي راکمولو او د بیړني اوربند لپاره خپله غوښتنه یوځل بیا تکراروي، او په ټولو اړخونو غږ کوي چې د نړیوال قوانیونو تر چتر لاندې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره خپل مکلفیتونه په پام کې ونیسي.