UNAMA
United Nations Assistance Mission in Afghanistan (PASHTO)

افغانستان: د ملګرو ملتونو راپور د غیر داوطلبانه راستنو شویو کډوالو له بشري حقونو سرغړونې مستند کوي

کابل/ ژنیو (۲۴ جولای ۲۰۲۵) - د ملګرو ملتونو یو راپور چې نن خپور شو، د هغو کسانو قضیې مستند کوي چې په غیر دواطلبانه ډول افغانستان ته راستانه شوي او د ځانګړو مشخصاتو پر بنسټ یې د بشري حقونو جدي سرغړونې تجربه کړې دي. په دې سرغړونو کې د واکمنو چارواکو له خوا شکنجه، ناوړه چلند، په خپل سر نیول او توقیف او همدارنګه شخصي امنیت ته ګواښونه شامل دي.

له ۲۰۲۳ کال راهیسې، ګڼ شمیر افغانان په جبري ډول په عمده توګه د پاکستان او ایران لخوا بیرته هیواد ته راستانه شوي دي.

دغه راپور چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر لخوا خپور شوی موندلي، د خلکو هغه ډلې چې هیواد ته راستنیږي او د واکمنو چارواکو لخوا په ځانګړي ډول د غچ اخیستنې او نورو بشري حقونو د سرغړونو له خطر سره مخ دي، ښځې او نجونې، د پخواني حکومت او د دوی د امنیتي ځواکونو اړوند کسان، د رسنیو کارمندان او مدني فعالین دي. دغه معلومات د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې له هغو ۴۹ کسانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوي چې په جبري ډول هیواد ته راستانه شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک وویل: " هیڅوک باید بیرته هغه هیواد ته ونه لیږدول شي، چیرې چې د خپل هویت یا شخصي شالید له امله د ځورونې له خطر سره مخ وي." دا په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره لا زیات احتمال لري، په داسې حال کې چې یواځې د دوی د جنسیت پر بنسټ له یو لړ تبعیضي اقداماتو سره مخ دي."

د پخواني حکومت او د هغوی له امنیتي ځواکونو سره اړوند مرکو په ډاګه کړه چې دوی د بیرته راستنیدو راهیسې د غچ اخیستنې د ویرې له امله د خپلو ځانونو پټولو ته اړ شوي، سره له دې چې د واکمنو چارواکو لخوا د دوی پر وړاندې د ټولو پخوانیو جنګیدونکو کسانو لپاره عمومي عفوه اعلان شوې ده.

په ځانګړي ډول د ښځو لپاره، چې په غیر داوطلبانه ډول راستنې شوي وضعیت لا ډیر سخت دی. د تلویزیون یوې پخوانۍ خبریالې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو د پخوانيو ګواښونو له امله له هیواده وتلې وه تشریح کړه چې په څه ډول افغانستان ته له جبري راستنیدو وروسته، هغه او نورې میرمنې له ورته حالت سره مخ شوې او په دې پوه شوې چې کاري فرصتونه نه شته، د تګ راتګ آزادي نشته او همدارنګه ښځې او نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو ته لاسرسی نه لري. نوموړې وویل: " زه په ډاګه ویلای شم چې زه په بشپړه توګه په کورني توقیف کې یم."

په ۲۰۲۳ کال کې له راستنیدو وروسته د حکومت یوه پخواني چارواکي څرګنده کړه چې څه ډول نوموړی د دوو شپو لپاره په یوه کور کې توقیف او په سخت ډول شکنجه شوی. هغه زیاته کړه چې په لرګیو، کیبلونو او لښتو د وهلو تر څنګ په اوبو یې سا وربنده کړې او د جعلي اعدام لوبه یې ورسره کړې. د شکنجو له امله یې پښه هم ماته شوې وه.

داسې یوه هیواد ته د خلکو بیرته لیږل چې د ځورونې، شکنجې او د نورو ظالمانه، غیر انساني او سپک چلند، سزا او همدارنګه د جبري نادرکه کیدو یا نورو نه جبرانیدونکي زیانونو سره مخ دي، په زور د نه ایستلو له اصولو او نړیوال قانون څخه سخته سرغړونه ده.

دغه راپور له دولتونو څخه غواړي تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان ته د هر شخص له لیږلو وړاندې انفرادي ارزونې ترسره شي، او افغانستان ته د هر هغه شخص له بیرته لیږلو څخه ډډه وکړي چې د بشري حقونو د سختو سرغړونو له ریښتیني خطر سره مخ دي. له دولتونو همدارنګه غوښتل شوي د هغو افغانانو لپاره چې له خطر سره مخ دي د خوندي لارو چارو اسانتیاوې زیاتې کړي تر څو هیواد پریږدي او د توقیف او بیرته شړلو له ویرې پرته د دوی په هیوادونو کې خوندي پاتې شي.

په سلګونو زره افغانان په غیر دواطلبانه ډول له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي او هغه محدودې سرچینې یې تر زیات فشار لاندې راوستي چې واکمن چارواکي په عام ډول وکولای شي د دوی اړتیاوې پرې پوره کړي. راپور دا سپارښتنه هم کوي چې دولتونه دې مالي ملاتړ زیات کړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې په ټولنو کې د راستانه شویو کډوالو دوامداره ځای پر ځای کیدل شونې دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا وویل: " په داسې حال کې چې واکمن چارواکي په وروستیو کلونو کې افغانستان ته د راستنیدونکو لوړ شمیر بهیر ته په همغږۍ سره رسیدګي کوي، لا ډیر څه باید تر سره شي تر څو ډاډ تر لاسه شي چې ټول راستنیدویکي کډوال په ټولنه کې جذبیږي او د دوی د بشري حقونو درناوی کیږي."

"د هیواد په ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ژوند کې د ټولو افغانانو ګډون د ملت د پرمختګ او سوکالۍ لپاره خورا مهم دی. زه له واکمنو چارواکو څخه غوښتنه کوم چې د نړیوال قانون تر چتر لاندې خپلې ژمنې او د افغانانو پر وړاندې خپل مسؤلیتونه پوره کړي."

مطبوعاتي اعلامیه: انګلیسيدري پښتو

راپور دلته دانلوډ کړئ: انګلیسي دري پښتو